fbpx

دارزګان والي له امنيتي پوستو څخه ليدنه وکړه

د ارزګان والي محمد شفيق اسدالله سعيد له امنيتي مسئولينو،قومي مخورو، د رسنيو استازو او سولې شورا ولايتي رئيس سره يو ځاى د دهراود لويي لارې پر سر امنيتي پوستو څخه ليدنه وکړه،د نوموړي دسرتیرو هڅې او سرښندنې يې وستايلې او ترې مننه يې وکړه چې په دې سيمه کې يې ولسونو لپاره ډاډمن امنيت تعمين کړى.

همدا رنګه يې د طبعي کوتل کې د امنيتي ځواکونو مسئولينو (د ملي امنيت رئيس، امنيه قومندانۍ د امنيت آمر،د څلورمې پلې لوا قومندان،د څلورمې پلې لوا د اوپراسيون آمر، د امنيت قومندانۍ د شهرا قومندان،او د پوليسو ځانګړي قومندان) ته د دوى د نه ستړي کيدونکي هلو ځلو له امله په درېمه درجه تقدير نامو ووياړول او نوموړو ته يې په خبرو کې وويل چې ارزګاني ولسونو ته د ډاډمن امنيت راوستلو په برخه کې بايد موږ ټول له خپلو سرونو څخه تېر شو تر څو ولسونه هم د دې لاسته راوړنو په خوندي ساتلو او پاللو کې زمونږ مېړنيو سرتېرو په څېر قرباني ورکړي.