The news is by your side.

پاکستاني پوځ ومنله چې له سوشیل مېډیا سخت په تنګ شوی

خبریال وېب پاڼه/ پاکستانی پوځ سوشیل مېډیا د خپل ځان پر وواندې یوه ننګونه بولي او دا یې ومنله چې له سوشل مېډیا څخه سخت په تنګ شوی دی.

د پاکستان د پوځ مشر او لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه څو ځلې په خپلو رسمي ویناوو کې د سوشیل مېډیا له لارې د دوی د پوځ پر وړاندې له جګړې اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې دې د مخه به نیسه.

جاوېد قمر باجوه دا کار د سیمې او پاکستان دوښمنو هېوادونو کار بولي چې پر وینا یې غواړي د پاکستان پوځ بدنام کړي.

فېسبوک ټولنیزې شبکې په وروستیو دوه کلونو کې د پاکستان پوځ پورې تړلې سلګونه حسابونه، پاڼې او ګروپونه وتړل.

فېسبوک تېر ٢٠١٩ زېږدیز کال کې هم د پاکستان پوځ پورې اړوند ٥٧ حسابونه، ٢٤ پاڼې، ٧ ګروپونه او د انسټګرام ١٥ اکونټونه او دا راز هند حکومت پورې اړوند هم سلګونه حسابونه تړلي.

فېسبوک د پاکستاني پوځ پورې اړوند حسابونه، پاڼې او ګروپونه ځکه تړلي چې د نه باور وړ چارې یې ترې مخ ته وړلې او د پاکستان پوځ د مطبوعاتو لپاره یې کار کاوه.

فېسبوک همدا رانګه د روانې زېږدیزې سپټمبر میاشتې په لومړیو کې ١٠٣ وېب پاڼې، ٤٥٣ حسابونه، ٧٨ ګروپونه او ١٠٧ د انسټګرام اکونټونه وتړل چې د پاکستان پوځ ستاینې یې کولې.

فېسبوک کمپنۍ په دې تړاو یو راپور کې ویلي وو، چې یادو تړل شویو حسابونو د فېسبوک پالېسۍ خلاف له هغو فېسبوک حسابونو نیوکې او شکایتوده کول چې د پاکستان، حکومت او پوځ خلاف خپرونې یې درلودې. او د پاکستان د پوځ او واکمن ګوند له ستاینو ډک وو.

فېسبوک ویلي وو چې تړل شوي اکونټونه د پاکستان پوځ د عامه اړیکو ادارې پورې اړوند وو، خو ځانونه یې د هندي حسابونو په شکل څرګندوو.

فېسبوک غواړي له دې پاڼې د خپرېدونکو جعلي خبرونو مخه ونیسي او د همدې لپاره غواړي چې د جعلي خبرونو او معلوماتو خپروونکي حسابونه وتړي. او د سیاسي ګټو او نا سمو معلوماتو لپاره ونه کارول شي.

خو داسي ويل کيږي چې پاکستان په دې خبر سره غواړي خپل مخاليفين ووره وي. او د هغو کسانو په وړاندي يوه نوي انټرنيټي جکړه پيل کړي چې د پاکستاني پوځ د ناروا کارونو په وړاندي خپل غږ اوچتوي.

هيره دي نه وي چې پاکستان کې ددې هيواد د پوځ له لوري د بيان په ازادۍ سخت سانسور لګيدلی هيڅ يوه رسنۍ نشي کولای د پوځ بې اجازې څه خپاره کړي.

هيره دې نه وي چې تيره ورځ د پاکستان خبريالانو هم ددې هيواد د پوځ له ناوړه چلند څخه ملکي حکومت ته شکايت کړی وو.
ا

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.