The news is by your side.

برادر: له سولې وروسته به افغان خاوره د نورو پر ضد نه کارول کیږي

خبریال وېب پاڼه/ قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر او د ملا هیبت الله مرستیال ملا عبدالغني برادر وایي، موږ د سیمې او نړۍ هېوادونو او نړیوالې ټولنې ته ډاډ ورکوو، چې له سولې وروسته به د افغانستان خاوره د هېڅ کوم هېواد پر ضد ونه کارول شي او ده به ترې ترهګریز ګواښ پېښ شي.

برادار وایي، د اسلامي امارت پلاوی په صادقانه او رښتیني توګه مذاکراتو ته راغلی.

ورسره څنګ کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو چې د غونډې په تالار کې یې حضور درلود د وینا پر مهال افغانانو ته په اشارې وویل، دا خبرې ستاسې راتلونکو نسلونو لپاره سوله راوړي او د افغانستان راتلونکی تضمینوي یو بل ته درناوی وکړﺉ او په اصلي خبرو تمرکز وکړﺉ.

پمپیو وایي، دا پروسه ستونزمنه ده، د افغانانو د استازو مسؤولیت دروند دی خو نړیوال ملاتړ لري.

د افغان پلاوي په استازیتوب بین الافغاني مذاکراتو لومړۍ ناسته کې د ملي پخلایني عالي شورا رییس رییس ډاکټر عبدالله عبدالله د پیل وینا وکړه.

عبدالله وویل، جنګ پر جنګ نه ختمیږي، باید د یو سیاسي جوړ جاړي له لارې سره سولې ته ورسیږو او نور باید د افغانانو نسل وژنه بنده شي. موږ دولس زره هېواد وال شهیدان له لاسه ورکړل او له ١٥ زرو مو ډېر ټپیان ولرل.

موږ دواړه لوري باید د خپل ملت ازادې ارادې ته احترام ولرو او ورته غاړه کېږدو، د سولې پایښت د ملت له ارادې څخه منځته راځي.

عبدالله زیاته کړه، د افغانستان اسلامي جمهوریت له څو کلونو را هیسې سولې ته کار کول خپله شرعي او ملي وجیبه ګڼلې او دې لپاره مو عملي اقدامات کړي دي چې له ټولو یې یادونه وکړه.

ډاکټر عبدالله عبدالله دا راز وویل په ځانګړو دیني او ملي ورځو کې مو د اوربند غږ کړی او مننه چې طالبانو دې غږ ته لبیک ووایه او راسره یې بدرګه کړ، د سولې لپاره مو عملي اقداماتو کې ډېره قرباني ورکړې. د سولې لپاره مو د طالبانو زرګونه بندیان ازاد کړل او مننه چې طالبانو زموږ بندیان خوشې کړل، زه ډاډه یم چې د هر خوشې شوي بندي په کور کې به خوشالي وي.

باور لرم که موږ ټول په صداقت او رښتینولۍ سره یو بل ته لاس ورکړو، په هېواد کې به د غم او جګړې خور شوی ټغر ټول شي.

موږ په نیک نیت قطر ته د خپل پلاوي سره راغلي یوو او هیله مند یوو چې دواړه لوري سره سلا شو او هېواد ته سوله یوسو.

پوره باور لرم چې د افغانستان اسلامي جمهوریت او اسلامي امارت تر منځ سوله د ټول هېواد د ثبات لپاره اړینه او ګټوره ده.

نن باید اجازه ور نه کړو چې راغلی فرصت مو له لاسه ولاړ شي او د جنګ اوږده موده مو لا پسې وغځیږي.

هر ملت همداشان تجربې په خپل تاریخ کې لري، هیله لرم چې د الله ج په مرسته او د ټولو په یووالي سولې ته ورسیږو.

نه یوازې د افغانستان ولس بلکې په ټوله نړۍ کې مو خواخوږي هېوادونه غواړي چې موږ له تاوتریخوالي او وژنې نه سره تېر شو.

موږ مسؤولیت لرو چې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو په ګډون خپل ملي بنسټونه تقویه کړو، موږ د بشر دوستانه اوربند غوښتنه کوو. فقر او بې وزلي په جګړه کې لا رېښې غځوي. د افغانستان خلک ستاسو مرستو ته اړتیا لري، هیله لرم د نړیواله ټولنه له سولې وروسته هم خپلو همکاریو او مرستو ته دوام ورکړي.

تېر ته ګرځېدل د افغانستان خلکو ته د منلو وړ نه دی، د افغانستان جنګ د ټولې سیمې او نړۍ لپاره په زیان دی، د سیمې او نړۍ له ټولو هېوادونو غواړو چې د افغان سولې لپاره خپلې مرستې ونه سپموي.

د افغانانو خپل منځي خبرو پرانیست غونډه نن پر لس نیمو بجو د قطر پلازمېنې دوحه کې پیل شوه، چې د یو شمېر هېوادونو استازو هم په کې ګډون لري او د یو شمېر هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د سکایپ له لارې د افغان سولې په تړاو خبرې وکړې، له دې پروسې یې ملاتړ وکړ او د بریالي کېدو هیله یې وښوده.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.