پر علي ‌وزیر د پاکستان سره د دښمني عریضه وشوه

خبریال ویب پاڼه / د اسلام اباد هايي کورټ کې پر عليوزیر او پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستان سره د دښمني عریضه شوې ده .

عریضه کونکي له هايي کورټ نه غوښتنه کړې ده چې پي تي ایم او عليوزیر دي د مليګټو پر ضد کړنو کې ککړ وبلل شي بندیز دي ورباندي ولګول شي‌.

عریضه د خرم شهزاد چیختايي ایډوکیټ وړاندي کړې او اصلي درخواست ورکونکی تش په نوم پښتون او ځان د قبایلي سیي اوسېدونکی بولي؛د عریضه کونکي نوم عبدالولي بلل شوی دی .

د پاکستان په اساسيقانو کې د هغه هیواد هر وګړی حق لريچې په د خپل نظر اظهار وکړي . هلته په قانون کې دبیان آزادي شته ؛ خو تر ډېره بریده عمل نه ورباندي کېږي .

بل لورته د پي ټي ایم وکیل عبدلارحیم وزیر ویليدي چې دا ډول عریضې او درخواستونو باندي عمل کول اسانه نه دي .

هغه رسنیو ته وویل چې د یوه تنظیم او یو سیاسي شخصیت خلاف دا ډول عریضه باید هايي کورټ یا کوم بل کورټ ته ونه شي ؛ بلکه یوازيستره محاکمه حق لريچې پر دا ډول مسایلو بانديځاني نوټس واخلي .

عليوزیر چې د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر دی او په نړۍ واله کچه یې د پښتنو د حقوقو ملاتړ ته ملا تړلې ده تازه افغانستان ته تللی او هلته یې هم د پښتون ژغورنې غورځنګ غږ اوچت کړی دی .

عليوزیر او محسن داوړ چې دواړه د پاکستان د قامياسمبلۍ غړي هم دي په کابل کې د اشرف غني د لوړي مراسمو ته تللي وو؛ هلته دواړو مشرانو بیا بیا په لر او بر افغانستان کې د جن جګړو مخالفت وکړ او د سوليغوښتنه یې وکړه .

پښتون ژغورنې غورځنګ چې دوه کاله وړاندي یې په پښتونخوا کې سر راپورته کړی د پاکستان له پاره ډېر سر خوږی بلل کېږي او علت یې دادی چې پښتون ژغورنه د پښتنو د حقوقو ملاتړ کوياو پآکستان یې نه ورسره مني .

دا غورځنګ اوس د نړۍ هر ګوټ ته خپور شوی او تر ډېره بریده یې د مخنیوي لپاره پاکستان هر ډول هڅي کړې دي‌.

تېر کال د هم دغه غورځنګ دوه مشران محسن داوړ او عليوزیر د پآکستان د حکومت له لوريونیول شول ؛ وروسته د سږ کال په لمړیو کې مشر منظور پښتون هم زندا ني کړل شو ، خو پي تيایم په زغرده پر مخ روان دی او دا کاروان د ډېرو په اند منزل ته رسېدونکی دی

پمپیو د پي ټي ایم په تړاو د پاکستان له ظلمونو پرده اوچته کړه

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More