The news is by your side.

طالب وياند: دواړه لوري به يوې هوګړې ورسيږي

خبريال ویبپاڼه /د قطر دفتر سياسي وياند ډاکټر محمد نعيم وردګ رسنيو ته ويلي چې د دوشنبې په ماښام د افغانستان د اسلامي جمهوریت او د طالبانو مذاکراتي ټیمونو د تماس ډلې او د خبرو د مهال ویش پر څرنګوالي بحث او خبرې وکړې.
هغه زیاته کړه چې نن (سه شنبه) په عمومي غونډه کې د جوړېدو د چمتووالي په اړه بحث او موافقه وشې.

بايد وويل شي چې د افغان حکومت پلاوي په وار ، وار رسنيو ته ويلي چې د دوی په اجنډا اوربند لوړمي توب لري چې لوکړی اوربند وشي بيا به وروسته نوري د سولي خبري تر سره کيږي.

پرون د طالبان د مرکچي پلاوي غړي ملا عبدالحق وثيق رسنيو ته ويلي چې په دغه موضوعاتو به طالب او د افغان حکومت مرکچي پلاوی ډير ژر يوې هوکړي ته ورسيږي.
د ښاغلي وثيق په خبره د خبرو پيل به له هغو خبرو څخه کوو چې اسانه او د دواړه لوريو ترمنځ پرې توافق راشي.
که څه هم د سولي د خپل منځي خبرو لومړنی ورځ په ډير دوستانه ماحول کې د ګڼو هيوادنو د بهرنيو چارو وزيرانو او سياسي استازو په شتون پيل او پای ته ورسيده.

د طالبانو د قطر دفتر سياسي وياند ډاکټر نعيم د افغان حکومت او طالب مرکچي پلاوی دهوګړې خبره په داسي حال کې تر سره کيږي.چې تيره شپه د پاکستاني پوځ مشر جنرال باجوه او د سولې په چارو کې د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د افغان سولي په سره خبري اتري وکړي.

د پاکستان د پوځ وياند افتخار بابر په خپل ټويټر پاڼه ليکلي چې د پاکستان د پوځ مشر جنرال باجوه او د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد پر افغان سوله او سيمې پر امنيت خبري اتري وکړي.

دا دسولي له خپل منځي خبرو وروسته د زلمي خليلزاد لومړی سفر دی چې پاکستان هيږاد ته يې کوي.
داسي ويل کيږي چې پاکستان د امريکا د فشار له امله طالبان د یولې بين الافغاني خبرو ته کينول.

بايد وويل شي چې د بين الا افغاني خبرو په لومړۍ غونډه په ډيره دوستانه ماحول کې تر سره شوه د دواړو لوريو مشرانو په خبرو کې ډير نرمښت ښکاريده تر ډيره بريده داسي ښکاريدل چې داوړه لوري له جکړي څخه ستړي او ددې شل کلنې جکړي د پای ته رسيدو په حل لارو يې باندي تاکيد کول.

دا په داسي حال کې ده چې د خپل منځي خبرو د پيل راهسي په افغانستان کې جکړې زور نيولی تيره ورځ طالبانو د افغانستان په ۲۹ ولايتونو کې بريدونه کړي وو.

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.