The news is by your side.

کونړ کې د روغتيا په برخه ۳۶ نوي پروژي پلي کيږي

خبريال ويبپاڼه / د کونړ د عامي روغتيا رياست وايې د ځينو همکارو بنسټونه په مرسته د ۸۴ ميلينو ډالرو په ارزښت ۳۶ نوي پروژي ددې ولايت د روغتيا په برخه کې پلي کوي.

نن سه شنبه د کونړ ولايت په مقام کې جوړي شوي غونډي ته چې ددې ولايت له ټولو ولسواليو مخور او چارواکي را بلل شوي وو د عامي روغتيا ريس د يوه پلان په ترح کولو او عملي ډول وړاندي کولو په ترڅ کې وويل چې د روغتيا ريات په پام کې لري د ځينو همکارو بنسټونو په مرسته د کونړ په ځينو ولسواليو کې د روغتيا په برخه د ۳۶ نوي پروژي د ۸۴ ميليونو امريکايې ډالرو په ارزښت پلي او شروع کړي.

د کونړ والي محمد اقبال سعيد د غونډي په ترڅ کې وويل چې نور اساسي حقونو تر څنک روغتيايې خدمتونو ته لاس رسی د هر افغان اساسي حق دی چې دوی کوښښ کوي تر هر افغان پوري دغه حق ورسوي.

محد اقبال سعيد زياتوي چې د کونړ د روغتيا رياست او هليت نيت او (O R C D ) موسيسو ژمني ورسره کړي چې چې د روغتيا د ښه والي لپاره به ګڼې خدمات تر سره کوي. د کونړ والي زياتوي چې دا د کونړيانو لپاره تر ټولو ښه زيری دی چې له نيکه مرغه په دغه برخه ۳۶ نوي پروژي په کار شروع کوي.

همدا راز د کونړ د عامي روغتيا رياست ريش وويل چې د کونړ ډير خلک غريبان دي نشي کولای شخصي کلينکونو او روغتونونو ته ولاړ شي نو دوی د همدې ستونزي د ختمولو په موخه له څو موسيسو سره قرارداونه کړي چې د روغتيا په برخه کې به سږ کال تر ۳۷ پوري نوي پروژي د ۸۴ ميليونو په ارزښت پلي شي.

د هغه په خبره چې د په خبره د ۶۹ کلينکونو څخه به دغه شميره ۳۵۷ ته لوړي کړي چې دا د زوغيا په برخه کې د کونړ د خلکو لپاره يو ښه زيری دی.

د يادولو.وړ ده چې د کونړ عام خلک خو ددې خبر په اوريدو خوشاله دي خو ولي ډير نيوکه کوي او له چارواکو.غواړي چې د تير په دغسي پيسې غلا نشي بلکي پر خپل ځای مصرف شي.

د کونړ يو تن اوسيدونکی سمع الله وايې چې خوشاله دی چې د۳۶ نوي پروژي پيليږي خو دی انديښنه لري چې دا پيسي به بيا د چارواکو جيبونه ته ځي. هغه وايې دا خبرونه يوازي په رسنيو کې خپريږي خو.ولي په عمل کې بيا بل څه وي.

هيره دې نه وي چې د کرونا په نامه له اړمنو کسانو سره شوي مرسته هم د ځينو چارواکو له لوري غلا او چور شوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.