The news is by your side.

که طالبان ترهګرو ډلو سره اړیکې پرېږدي امریکایي ځواکونه زر وځي

خبریال وېب پاڼه/ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وایي، د امریکایي ځواکونو د وتلو موضوع د طالبان د ترهګرو ډلو سره د اړیکو د پرې کولو پورې اړه لري.

پمپیو وایي، که طالبان له القاعده او نورو ترهګرو ډلو سره ترهګذیزې اړیکې پرېږدي، امریکایي ځواکونه به له افغانستان ژر ووځي.

پمپبو له یوه سایټ سره په مرکه کې ویلي، که طالبان ترهګرو ډلو سره اړیکې پرېږدي، له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته په بشپړ ډول ور ننوځي، تاوتریخوالی کم کړي او ورانکاري فعالیتونه ودروي نو د څو میاشتو په ترڅ کې به امریکایي ځواکونه په بشپړه توګه افغانستان پرېږدي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په مرکه کې وړاندې زیاته کړې، چې یو شمېر مضرې کړۍ نه غواړي پورته یادې شوې موخې تر لاسه شي، دوی غواړي چې امریکا لسیزې نور هم افغانستان کې د ترهګرو سره وجنګیږي او د افغانستان په جګړه کې ښکېله پاتې شي، خو د دې کړیو د هڅو مخنیوی د طالبانو او افغان حکومت مسؤولیت دی.

پمپیو یادونه کړې، چې په قطر کې طالب مشرانو په لیدنه کې ورته د تاوتریخوالي د کمولو ډاډ ورکړی دی، نوموړي ویلي، په قطر کې د افغانانو خپل منځي خبرې تر دم ګړیه ښې روانې دي.

طالبان ادعا کوي چې له القاعده او نورو ترهګرو ډلو سره هېڅ اړیکې نه لري، خو یو شمېر سرچیني تأییدوي چې وسله وال طالبان له القاعده سربېره نورو ترهګرو ډلو سره هم اړیکي پالي.

ټاکل شوې امریکا د ٢٠٢١ز کال په اوایلو کې د پسرلي په موسم کې په بشپړه توګه خپل ځواکونه له افغانستان وباسي.

څو ورځې وړاندې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم یادونه کړې وه، چې په راتلونکو څو ورځو کې په عراق او افغانستان کې د ځواکونو شمېر خورا نور هم را کموي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ غواړي چې د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو وړاندې له افغانستان خپل ټول ځواکونه وباسي، هغه اقدام دی چې د ټرمپ ټاکنیز سیالان یې ټاکنیز کمپاین او نمایشي بولي.

د سولې خبرو ته د حاضرېدو لپاره د طالبانو یو اساسي شرط د امریکایي ځواکونو وتل وو، چې له امریکا سره یې د فبروري پر ٢٩مه نېټه د سولې د هوکړې د لاسلیک پر اساس امریکا باید په ١٤ میاشتو کې په بشپړه توګه خپل ځواکونه له افغانستان وباسي.

قطر کې د طالبانو سره د امریکا د سولې له هوکړې وروسته زرګونه امریکایي ځواکونه له افغانستان وتلي او هډې یې افغان ځواکونو ته سپارلي دي. او د امریکایي ځواکونو د وتلو پروسه به همداسې دوام ولري.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.