The news is by your side.

شپږیزه کې مس عینک لوبډله د کابل بازانو سره پای لوبه کې مخامخ کیږي

خبریال وېب پاڼه/ د شپږیزې کرېکټ لیګ اووم پړاو سیالیو کې مس عینک د شپږیزې پای لوبې ته ووته.

مس عینک لوبډلې نن له بند امیر سره لوبه ترسرا کړه او ویې کولی شول، چې بند امیر لوبډله د پنځو ویکټو په توپیر وروسته کړي او ځان تر پای لوبې ورسوي.

لومړی توپ وهنه د بند امیر لوبډلې له لوري ترسره شوه، چې مقابلې مس عینک لوبډلې ته یې ١٧٩ هدف کېښود او مس عینک لوبډلې وکولی شول چې د پنځو ویکټو په توپیر بند امیر له پای لوبې را وګرځوي او بریا په خپل نوم کړي.

د بند امیر لوبډلې د توپ وهنې په برخه کې عثمان غني ٦٤، میرویس اشرف ٢٢ ناټ اوټ، او اصغر افغان او ناصر جمال د ٢٣ منډو په جوړولو هدف تر ١٧٩ ورسولو، د مس عینک لوبډلې له منځه، بهار علي شینواري ٤٧، شاهدالله کمال ٤٢، افسر ځاځي ٣٥ او حشمت الله شهیدي ٢٢، منډې جوړې کړې چې په پنځو ویکټو یې د بند امیر لوبډله ماته کړه.

تر دې وړاندې پای لوبې ته د کابل بازانو لوبډله وتلې، چې د مس عینک لوبډله به سبا د کابل بازانو سره د پای لوبې لپاره په میدان کې مخامخ کیږي.

د شپږیزې لیګ اووم پړاو کرېکټ سیالۍ چې باید لا پخوا ترسره شوي وی د کرونا وبا د خپرېدو او ترې د خوندیتوب له کبله ځنډول شوې وه.

ورسره هم مهاله په کابل کې د نجونو فوټبال لیګ پای لوبې ته د عدالت او سنګر لوبډلې بریالۍ شوي دي.

تېره ورځ د استقلال او عدالت لوبډلو تر منځ نیمه پای لوبه ترسره شوه چې عدالت لوبډله وتوانېده استقلال لوبډلې ته ٢/١ ماتې ورکړي او د فوټبال پای لوبې ته ځان وباسي.

د نجونو فوټبال لیګ وروستۍ سیالۍ یا پای لوبه به سبا د فوټبال فدراسیون په لوبغالي کې د عدالت او سنګر لوبډلو تر منځ ترسره شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.