The news is by your side.

صالح: طالبانو سره به د نظام په سر هېڅ ډول معامله ونه شي

خبریال وېب پاڼه/ د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، له طالبانو سره به د نظام پر سر هېڅ ډول معامله ونه شي، ښاغلی صاحل زیاتوي، چې د طالبانو سره به د نظام دنوم، محتوا او ډول پرسر هېڅ معامله نه کیږي.

امرالله صالح ټینګار کوي، چې که طالبان دوحه کې له اخلاقي او سیاسي چوکاټه ووځي، دا به د طالبانو او ملاتړو یې پر ستر زیان تمامه شي. دوحه کې مذاکرات سولې ته د رسېدو لپاره یوه سیاسي او اخلاقي لاره ده.

ښاغلي صالح دا څرګندونې نن سه شنبه وږي ٢٥مه د امریکا د ملي امنیت شورا له مرستیالې سره په خبرو کې وکړې.

صالح زیاتوي، چې د امریکا ملي امنیت مرسیالې لیزا کورتېس ورته ډاډ ورکړی چې د دوحې مذاکرات د روان بحران د حل لپاره یوه سیاسي او اخلاقي لاره ده، که طالبان له دې چوکاټه ووځي لوی تاوان به وکړي هم طالبان او هم د دوی ستر ملاتړي.

په ورته مهال د طالبانو د مرکچي پلاوي غړی سعیل شاهین وایي څو چې د افغانستان د راتلونکي نظام هوکړه نه وي شوي اوربند امکان نه لري.

راپورونه ښیي چې نن ماښام د دواړو لوریو مرکچي پلاوو عمومي ناسته هم کړې ده او د دواړو لوریو مشرتابه خپلې ویناوې هم اورولي دي.

په همدې حال کې طالبانو پر خپله رسمي پاڼه د امرالله صالح د یادو څرګندونو په اشارهړ په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د سولې پروسې تخریبوونکې کړۍ په نوم مقاله خپره کړې.

خو افغان حکومت یې په ځواب کې وایي، چې د سولې خپل منځي خبرو ته د حکومت عملي اقدامات او هڅې، د سولې په تړاو د دوی روښانه دریځ ښیي.

دواړو لوریو پرېکړه وکړه، چې هر کله د تماس ډلو د طرزالعملونو او مهالوېش پاتې کارونه وروستي کړل بیا به په ګډه د مذاکراتو پر اجنډاوو بحث کوي، د طرزالعملونو ډېر موارد هوکړه شوي هم دي، دواړو لوریو یو بل ته په مذاکراتو کې د زغم او حوصلې سپارښتنه کړې ده.

معلومات ښیي چې د مرکچي پلاوو تر منځ به لومړی بحث پر اوربند وي او د اوربند پر سر هوکړه له وخته منل شوې هم ده.

بین الافغاني مذاکرات د سپټمبر پر ١٢مه د قطر پلازمېنې دوحه کې د امریکایي قطري او یو شمېر نورو هېوادونو استازو، بهرنیو چارو وزیرانو او چارواکو په حضور کې پیل شوه، تمه وه چې د افغانانو خپل منځي خبرې د دوشنبې پر ورځ ترسره شوې وی خو د یو شمېر اختلافي مسایلو له کبله وځنډېدله او تر اوسه معلومه نه ده چې د افغانانو خپل منځي ناسته به په کومه ورځ او څه وخت ترسره کیږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.