The news is by your side.

هلمند کې هره مياشت د پوليسو له اعاشې څه باندي ۲۰ ميليونه غلا کيږي

خبريال ويبپاڼه /هلمند کې يوې باوري سرچيني خبريال ويبپاڼې ته ويلي چې د هلمند د ملي يوليسو له اعاشي او خوراکي توکو څخه څه باندي شل ميلينونه افغانۍ هره مياشت غلا کيږي.

دغې سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط خبريال ويبپاڼې ته معلومات راليږلي سرچينه زياتوي چې د ملي پوليسو له خوارکي توکو څخه د غلا په قضييه کې لومړی د ملي د پوليسو د خوراکي توکو قرار دادي حاجي رفيع الله ښکيل دی.

د سرچينې په خبره د هلمند والي جنرال محمد ياسين او ددې ولايت امنيه قوماندان جنرال خليل الرحمن او نظامي څارنوال عبدوالواحد واحدي هم شکيل او لاس لري.

د سرچينې په وينا حکومتي چارواکو له قراردادی حاجي رفيع الله سره د پسه د غوښو قرارداد کړی چی اوس دا غوښه ۳۵۰ افغانۍ قيمت لري
خو دغه قراردادي د چرګ غوښه ورکوي هغه هم ژوندي چرګ، چی کیلو یې په ۱۲۰ افغانی دی.
دې ته په کتو ويلای شو چې په هره کیلو غوشه کې ۲۳۰ افغانۍ توپير راځی.
خو په عمومي ډول د ټولې ورځي په ترڅ کې د هلمند د ټولو ملي پوليسو ۳۰۰۰ کيلو غوښه کيږي. چې له دغه رقم څخه هره ورځ قراردي ۶۹۰۰۰۰ زره افغانۍ فساد او غلا کوي چې په هره مياشت کې دغه ۲۰ ميليونه او ۷ لکه افغانۍ کيږي چې په غيري قانوني ډول د قراردادي حاجي رفيع الله او دده د شريکانو لاس ته ځي.
هيره دې نه وي چې هر کال دغه رقم (۲۴۸۴۰۰۰۰۰ ) ۲ سوه ميليونه ۴۸ لکه او ۴۰ زره افغانۍ کيږي چې د فساد کوونکو لاس ته ورځي.

هيره دي نه چې ددغو چارواکو له فساد څخه په داسي حال کې پرته پورته کيږي چې هره ورځ ملي يوليسو او نور امنيتي ځواکونو له سختو امنيتي تهديدنو سره مخ شپه او ورځ لوږي تندي تیروي په غرنو او دښتو کې پراته وي هره ورځ په سل ګونو شهيدان او زخمي کيږي.

د يادولو وړ ده چې نه يواز د هلمند ولايت دی چې د پوليسو او امنتي ارګانو له خوراکي توکو غلا کيږي بلکي د افغانستان په ډيرو ولایتونو ان پلازمينې کابل کې د دا ډول د غلا راپورنه ورکول شوي دي.

بايد وويل شي چې څو.ورځي مخکي د غزني ولايت مزکز ته څيرمه د ملي پوځ يو سرتيری د تندي او خوراکي توکو د نشتون له امله شهيد او ۶ تنه وسلوالو طالبانو ژوندي ونيول.

خبريال ويپباڼې هڅه وکړه چې په دې اړه په هلمند کې ميشت د ځايي چارواکو امنيه قوماندان او والي نظر هم را واخلي خو له پرلپسي هڅو سره ونه توانيده.

 

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.