کور / افغانستان او نړۍ / په هلمند کې موټر سايکل بم چاودني اتو تنو ته مرګ ژوبله واړول

په هلمند کې موټر سايکل بم چاودني اتو تنو ته مرګ ژوبله واړول

د هلمند د والي وياند عمر ځواک وايې چې نن شاوخوا لس نيمي بجي ددي ولايت د سنګين ولسوالۍ په بازار کې موټر سايکل بم چاودني اتو تنو ته مرګ ژوبه واړول.IMG_2632

د ځواک د معلوماتو له مخي چې په دي چاودنه کې دري ولسي وګړي او دري د ملي اردو سرتېري ژوبل سوي او همدا راز يو د ملي اردو سرتېرى او يو ولسي وګړى وژل سوي دي.

هغه وايې چې موټر سايکل په بازار کې درول سوى وو او موخه يې په سيمه کې تېريدونکي د ملي اردو سرتېري ول.

که څه هم د پېښي پړه کومي ډلي پر غاړه نه د اخيستي ولي ددي ولايت په مختلفو سيمو کې ورته بمي چاودني ډېري سوي دي.

مخکي له دي هم په نوموړي ولسوالۍ کې دوو پر له پسي بمي چاودنو پنځو ولسي وګړيو ته مرګ ژوبله اړول ول.

 

 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

kondoz

دکندزښاردسقوط له خطرسره مخ کیدونکی دی

دځايي خلکوله قوله چي طالبانو دکندزڅلورخواکې پراخه جګړه پیل کړي او ورو ورودښارپه لور ورنزدې …

14034888_1199983473386586_7145042817752355390_n

افغان کډوال دپاکستان په زاریو هم نه پاته کیږي

افغان مهاجروته په پاکستان کې بیرته ضرورت پيښ شوی دی چي پاکستان کې مېشت پاته …