The news is by your side.

پريانکا چوپړا له خپل امريکايي ملګري سره واده کوي

هندۍ رسنۍ وايي، تمه ده چې د هندي سېنما مشهوره فلمي ستورې پريانکا چوپړا به د روان کال په اکټوبر کې له خپل يوه امريکايي ملګري نک جونز سره واده وکړي.
نک جونز امريکايي دی، سندرې هم وايي او کله کله په فلمونو کې هم راڅرګندېږي.
څه موده وړاندې نک جونز او پريانکا دواړه هند ته تللي او بيا تر اوسه له هند څخه نه دي وتلي.

د هند ټايمز ناو وايي، پريانکا په روانه مياشت کې تر خپلې کالېزې وړاندې له جونز سره کوژده کړې ده او اوس دواړه لګيا دي، د واده لپاره امادګي نيسي.
سرچينه وايي، که څه هم په هند کې د دوی دوو د تار خبرې کېږي، خو د دې پر ځای چې دوی سره لېرې شي، نک جونز يې لاس نيولې ګرځوي او دواړو تر اوسه دغه اوازې رد کړې هم نه دي.

د سرچينې په خبره، ټاکل شوې وه چې د روان کال په اکټوبر کې به پريانکا چوپړا له سلمان خان سره په بهارت نومي فلم کې کار وکړي، خو دې دغه وړانديز رد کړی دی.
یاده دې وي چې د فلم جوړوونکی علي عباس ظفر وايي، پريانکا د يوې مهمې کيسې له امله په دې فلم کې له برخه اخيستو ډډه وکړه او ده هم ومنله.