fbpx

سویس له افغانستان سره مرسته کوي

چارواکي وايي سوېس په بامیانو کې د کچالیو د کرکيلې او حاصلاتو د لا ډېرېدو په برخه کې اته ميلیونه ډالره مرسته کوي.

 د بامیانو والي طاهر زهیر ویلي د دغې مرستې ډېره برخه به د بزګرانو په تخنيکي ملاتړ ولګېږي.

 بامیان یو له هغو ولایتونو دی چې د افغانستان د اړتیا وړ نیمايي کچالو تولیدوي او د یاد ولایت د والي په وینا، په دې برخه کې د تخنیکي مرستې دا کچه نوره هم لوړه کړي.

 له دې ټولو سره سره د کچالو د حاصلاتو په وخت کې د یاد کرنیز محصول ټيټه بیه هغه څه دي چې د دغه ولایت بزګران ترې زورېږي. دوی وايي، د کچالو د کښت خواري ډېره، خو ګټه یې کمه ده.

Loading...