The news is by your side.

د خېبر پښتونخوا په نوښار کې پښتنه هنرمنده وژل شوې

د خېبر پښتونخوا په نوښار کې يوه ځايي هنرمنده ريشم وژل شوې ده.

پاکستانۍ رسنۍ وايي، چې د نوښار په اکبر پوره سيمه کې يوه پښتنه هنرمنده، چې ممثله وه او سندرې يې هم ويلې، خپل خاوند تر تشدد وروسته وژلې ده.

پوليس وايي، چې د ٣٥ کلنې هنرمندې ريشم ٩ مياشتې مخکې له وقاص نومي کس سره واده شوى و. د پوليس په لومړني راپور کې ليکل شوي دي، چې پر هنرمندې زيات تشدد ترسره شوى دى، چې د هغې له امله يې خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.

د هنرمندې ريشم خور د نوښار په اکبر پوره تاڼه (امنيتي حوزه) کې عريضه کړې ده او په خپل اوښي يې تور پورې کړى دى، چې د هغې خور يې وژلې ده.

په عريضه کې ويل شوي دي، چې د خپلې خور له خسرګنۍ څخه ورته  پېغام لېږل شوى و، چې خور يې مړه ده او په جنازه کې يې دې يې د ګډون لپاره ورشي. نوموړې وايې، کله چې مړي ته غسل ورکول کېده، نو پرې شک يې شه، کله چې يې د خپلې خور مړى روغتون ته يووړ، نو هلته ورته څرګنده شوه چې په خور يې زيات تشدد شوى او د تشدد له امله يې خپل ژوند له لاسه ورکړى.

ويل کېږي چې د ريشم له وقاص سره ٩ مياشتې مخکې واده شوى و، خو له څو مياشتو راهيسې يې تر منځ خپګان راغلى و او ورځ تر بلې يې اړيکې خرابېدې.

يوې سرچينې رسنيو ته ويلي دي، چې د هنرمندې ريشم خاوند هغه ځکه وژلې، چې سندرې يې ويلې او ممثله وه، خاوند يې غوښتل چې له دې هر څه يې منع کړي.

پاکستان د پښتني هنرمندانو لپاره يو تر ټولو زيات ګواښ لرونکى هېواد ثابت شوى دى. دا څويمه پېښه ده چې د هنرمندانو سره ترسره کېږي.

غزاله جاوېد چې د پښتو موسيقۍ يوه نوموتې سندرغاړې وه، د خپل خاوند له لاسه په ډبګري ګارډن کې څو کاله مخکې ووژل شوه.

همدا راز د پښتو موسيقۍ يوه بله نوموتې سندرغاړې اېمن اداس، چې نه يوازې ډېره ښه سندرغاړې وه، بلکې يوه ښه شاعره هم وه، چې د خپلو وروڼو له لاسه ووژل شوه.

همدا راز يو شمېر نورې سندرغاړې هم وخت نا وخت وژلې شوي او تشدد پرې شوى دى.