The news is by your side.

عامر خان؛ په يوه فلم کې د کار کولو څومره پېسې اخلي؟

د عامر خان له نوم سره به حتماً بلد ياست، نوموړى د هند هغه ممثل دى، چې له کوم فلم سره يې نوم وتړل شي، نو هغه فلم بيا د جوړښت، کيسې، اداکارۍ له لحاظه بې جوړې فلم وي او همدا راز بريا حتمي ترلاسه کوي او ډېرې زياتې پېسې هم ګټي، همدا لامل دى، چې عامر خان ته په هندي سينما کې د (مسټر پرفيکټ) اصطلاح هم کارول کېږي.

خو پوهېږئ چې عامر خان به په يوه فلم کې د کار کولو څومره پېسې اخلي؟ دا پوښتنه نوموړي تېره ورځ په يوه مرکه کې ځواب کړه.

د (انډين ايکپريس) د راپور تر مخه، عامر خان وويل چې نوموړى د فلم د ګټې نه وروسته خپله برخه اخلي، د نوموړي فارموله ډېره نايابه ده او کېداى شي ځينې وخت ورته هېڅ روپۍ هم ورنکړل شي.

عامر خان وايي: ((زه فکر کوم سکرپټ يا کيسه د يوه فلم بنياد وي او کله چې زه په کوم فلم کې د کار کولو پرېکړه وکړم، نو بيا مې هڅه دا وي چې فلم جوړونکو ته تاوان ونه رسېږي.))

نوموړي زياته کړه: ((زه د فلم جوړونکي په اوږه ډېر بار نه اچوم، نن سبا د فلم مرکزي ستوري د اتيا سلنه پېسې د خپل فيس په ډول ترلاسه کوي، په پاتې شل فيصده پېسو فلم جوړېږي، نو بيا څنګه کېداى شي چې دا فلم دې کامياب شي؟.))

نوموړي په فلم کې د کار کولو په بدل کې د پېسو د اخيستلو په اړه وويل: ((زه په دې ډول کار کوم، چې کله د يوه فلم په جوړولو سل کروړه روپۍ مصرف راځي، چې په دې کې د اداکارانو، د نورو برخو، د پروډکشن، پوسټ پروډکشن او نور ټول مصارف شامل وي، نو زه په دې کې يوه روپۍ هم نه اخلم، کله چې فلم نندارې ته وړاندې شي، نو هغه وخت ماته هېڅ روپۍ نه راکول کېږي، کله چې بيا فلم د پېسو په ګټلو پيل وکړي، نو تر ټولو مخکې د تبليغاتي کمپاين پېسې، چې خوا و شا ٢٥ کروړه کېږي هغه بيلې شي، له هغې وروسته د پروډيوسر ټولې لګول شوې پېسې بيلې شي، کله چې ټولو ته خپله خپله برخه ورسېږي، له هغې وروسته چې فلم کومې پېسې ګټي، هغه نو بيا زما برخه وي.))

عامر خان په دې اړه زياتوي: ((په دې لاره فلم جوړونکي ته هېڅ تاوان نه اوړي، او که چېرته په فلم مصرف شوې پېسې فلم ونه ګټي او ناکامه شي، نو په داسې حالت کې ماته هېڅ روپۍ نه رارسي، ماته هغه وخت پېسې راکول کېږي، چې فلم خپل ټول مصارف پوره کړي.))

نوموړى وايي، چې په دې لار کار کوي او هر وخت تر نورو زياتې پېسې ترلاسه کوي، لامل يې دا دى چې خپل وخت په خطر کې اچوي او ((د فلم جوړونکو هم دا لار ډېره خوښه ده.))

نوموړى زياتوي، چې د بزنس لپاره تر ټولو ښه لاره دا ده، ځکه چې کله يو فلم جوړونکى په دې پوه شو، چې هغه ته هېڅ تاوان نه رسېږي، نو هڅه کوي چې په خپل راروان فلم کې هم ما واخلي، همدا لامل دى، چې زه تل هڅه کوم، چې په کوم فلم کې کار وکړم، نو له تاوان يې ساتم.

ياده دې وي چې عامر خان به سږکال (نومبر مياشت) د يش راج فلمز په (ټهګ آف هندوستان) فلم کې راښکاره کېږي. د دې فلم لارښود وجى کرشنا اچاريه دى او د عامر خان تر څنګ پکې کترينه کېف، اميتاب بچن او فاطمه ثنا شېخ هم مهم رولونه ترسره کړي دي.