The news is by your side.

افغان ځوانان د آيرلېنډ ماتولو لپاره په تمريناتو بوخت دي

د افغانستان ملي لوبډلې لوبغاړي اوس مهال په انګلستان کې د راروانو لوبو لپاره په تمريناتو بوخت دي. افغان لوبډله د ايرلېنډ سره د لوبو ترسره کولو لپاره اوس مهال په انګلستان کې ده او هلته تمرينات ترسره کوي، تر څو په راروانو لوبو کې آيرلېنډ ته سخته لوبډله ثابته شي.

افغان ملي لوبډله به د آيرلېنډ لوبډلې سره ٣ نړيوالې شل اوريزې او ٣ نړيوالې پنځوس اوريزې لوبې ترسره کوي.

د افغان ملي لوبډلې سره دا ځل ځوان او تکړه لوبغاړي هم يو ځاى شوي دي، چې پکې حضرت الله ځاځى، وفادار مومند او سيد احمد شېرزاد د يادونې وړ دي، همدا راز له څه مودې وروسته ميروېس اشرف هم بېرته لوبډلې ته راغلى او د آيرلېنډ پر وړاندې به ولوبېږي، چې دا هم يو ښه خبر دى.

دواړه لوبډلې به په لومړنۍ شل اوريزه لوبه کې په بريډي کرکټ لوبغالي کې د اګست په ٢٠مه نېټه يو بل ته مخامخېږي. همدا راز په ٢٢مه او ٢٤مه نېټه به دوهمه او دريمه شل اوريزه لوبه هم ترسره کوي.

د يو ورځنيو لوبو لړۍ په بيا د اګست په ٢٧مه نېټه پيلېږي، چې په ٢٩مه او ٣١مه به دوهمه او دريمه يوه ورځنۍ نړيواله لوبه ترسره شي.

که چېرته د افغانستان او آيرلېنډ ترمنځ ترسره شويو وروستيو لسو لوبو ته پاملرنه وکړو، نو په وروستيو پنځوو شل اوريزو لوبو کې افغانستان آيرلېنډ مات کړى دى او بريا يې ترلاسه کړې ده. په دې لوبو کې د آيرلېنډ او افغانستان د سيريز تر څنګ د ډيزرټ ټي ټوينټي چېلنج لوبې هم شاملې دي.

همدا راز د دواړو لوبډلو ترمنځ چې وروستۍ کومې پنځه نړيوالې يو ورځنۍ لوبې ترسره شوي دي، په هغې کې بيا دوه لوبو کې آيرلېنډ بريا ترلاسه کړې او د ٣ لوبو بريا د افغانستان په ګټه تمامه شوې.

شل اوريزه لوبډله:

محمد شهزاد محمدي، عثمان غني، حضرت الله ځاځی، سمیع االله شینواری، اصغر ستانکزی، محمد نبي، شفیق الله شفق، نجیب ځدراڼ، ګلبدین نایب، راشدخان، مجیب ځدراڼ، میرویس اشرف، افتاب عالم او فرید ملک.

پنځوس اوريزه لوبډله:

محمد شهزاد، جاوید احمدي، احسان الله جنت، رحمت شاه، اصغر ستانکزی، سمیع الله شینواری، حشمت الله شاهدي، نجیب ځدراڼ، محمد نبي، ګلبدین نایب، راشدخان، مجیب ځدراڼ، افتاب عالم، سیداحمد شېرزاد، دولت ځدراڼ او وفادار مومند.

راپور: ديوان