The news is by your side.

فېسبوک اوس له وټساپه هم پېسې ګټي

وټساپ چې د ملګرو سره د اړيکې نيونې تر ټولو چټک، ښه او خوندور مسينجر دى، حتمي ده چې تاسې به هم ترې ګټه پورته کولاى او په خپلو ځيرکو موبايلونو کې په يې لرئ، خو اوس تازه خبر دا دى چې د فېسبوک اداره د خپل وټساپ ايپ څخه هم د پېسو ګټلو لارې چارې لټولي دي.

د وټساپ دا ايپ ٤ کاله مخکې د فېسبوک ادارې په ٢٢ اربه ډالر پېرلى و، چې اوس فېسبوک ادارې د پېسو ګټلو نورې لارې چارې ورته لټولي دي.

د پېسو ګټلو لپاره وټساپ داسې لارې جوړې کړي دي، چې شرکتونو ته به د خپلو مشتريانو سره د اړيکو اسانتياوې برابرې کړي او د دې په بدل کې به شرکتونه د فېسبوک ادارې ته پېسې ورکوي.

که څه هم د وټساپ کاروونکو ته به په وټساپ کې اعلانات نه راښکاره کېږي، خو وټساپ د وټساپ بزنس په نوم نوې زياتونې کړي دي، له دې لارې به شرکتونه وکولاى شي چې د خپلو وېبپاڼو لنکونه په وټساپ کې ورزيات کړي او يا هم په اعلانونو کې د چېټ تبليغات وکړي.

د وټساپ وياند وايي، چې د شرکتونو لپاره د دوى پېسې د هر هېواد په حساب ټاکلې شوې دي، يعنې له نيمايي سينټ څخه نيولې بيا تر ٩ سينټونو پورې پېسې به شرکتونه ورکوي.

فېسبوک دا ګام د دې لپاره پورته کړى دى، چې ډېرې پېسې وګټي، له دې مخکې فېسبوک د انسټاګرام او مسينجر له لارې د اعلانونو د خپرولو په مټ پېسې ګټي، چې اوس به په دې لړ کې وټساپ هم ورزيات شي.

تېرو ورځو کې د روان کال دوهمو دريو مياشتو کې فېسبوک د ګټې د کمېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه، خو د ګټې د زياتوالي لپاره له فېسبوک سره نورې لارې شته، لکه اوس چې يې په وټساپ کار پيل کړ.

د وټساپ په مټ دوى غواړي چې شرکتونه دې ته اړ کړي چې د فېسبوک ادارې ته نور هم ډېر اعلانات ورکړي، همدا راز د مشتريانو سره د اړيکې نيونې سهولتونه به نور هم ډېر اسان شي.