fbpx

ايران پر پاکستان برېښنا بنده کړه

ايران پر پاکستان برېښنا بنده کړې ده، د پاکستان په سنا مجلس کې برېښنا کمېټې ويلي دي، چې ايران پر پاکستان برېښنا بنده کړې ده، چې له دې امله د بلوچستان ايالت يو شمېر سيمې د برق له نشتون سره مخ شوي دي.

پاکستان وايي، چې له ايران څخه يې سل ميګاواټه برېښنا ترلاسه کوله، خو په ايران کې د ګرمۍ له زياتېدو وروسته، ايران پر ټولو هېوادونو برېښنا بنده کړې ده.

پاکستانۍ رسنۍ ليکي، چې د زياتې ګرمۍ له امله تهران پر پاکستان برېښنا بنده کړې ده، چې اوس ٨٠ ميګاواټه برېښنا پاکستان ته نه ورکول کېږي. دوى زياتوي، چې د ايران برېښنا به د بلوچستان ايالت مکران، ګوادر، پنچګور او پسني سيمو ته ورکول کېده، چې اوس يادې سيمې د برق د نشتون له امله له سختو ستونزو سره مخ شوي دي.

پاکستان له ډېرې مودې راهيسې د برېښنا د کموالي سره لاس و ګرېوان دى، چې په دې لړ کې د نورو هېوادونو څخه هم برېښنا ترلاسه کوي، خو د تر ټولو لويې پروژې په اړه يې له ترکمنستان سره د برېښنا په توافق شوى دى، چې په دې پروژه به په راروانو وختونو کې کارونه پيل شي.

بلخوا پاکستان له څه وخت راهيسې په دې هڅه کې دى چې په پاکستان کې نوي ډېمونه جوړ کړي، خو لا هم نه دى توانېدلى چې د يادو ډېمونه کارونه پيل کړي.

اوس د پاکستان سترې محکمې د ډېمونو جوړولو لپاره په چنده پيل کړى دى او له ولس غواړي، چې د ډېمونو په جوړولو کې ورسره مرسته وکړي، تر څو ډېمونه جوړ او پاکستان له تورتم څخه وژغوري.

همدا راز يو ځل بيا پر کالا باغ ډېم هم ناندرۍ ولاړې شوې دي، چې پښتنو او بلوڅانو پنجاب ته په دې اړه سخت اخطار ورکړى دى، چې دوى به پنجاب دې ته پرې نه ږدي چې کالا باغ ډېم جوړ کړي.