The news is by your side.

د افغانستان ملي لوبډلې لوبډلمشر خپل نوم بدل کړ

د افغانستان ملي لوبډلې مشر خپل نوم بدل کړ، نوموړى به اوس د محمد اصغر افغان په نوم پېژندل کېږي.

د ملي لوبډلې کپتان، چې تراوسه پورې د اصغر ستانکزي او محمد اصغر ستانکزي په نومونو پېژندل کېده، اوس يې خپل نوم بدل کړ او پر ځان يې نوى نوم محمد اصغر افغان کېښود.

ويل کېږي چې اصغر ستانکزي د افغانانو ملي هويت ته د احترام په پار خپل تخلص د (ستانکزي) څخه (افغان) ته بدل کړ.

د افغانستان کرکټ بورډ خبر ورکوي، چې نوموړي ياده پرېکړه د برېښنايي پېژندپاڼې ترلاسه کولو پر مهال وکړه، کله چې نوموړي د برېښنايي پېژندپاڼې لپاره نومليکنه کوله، نو يې د محمد اصغر ستانکزي پر ځاى خپل نوم محمد اصغر افغان وليکه او خپله نوې پېژندپاڼه يې په همدې نوم ترلاسه کړه.

د افغانستان کرکټ بورډ پر رسمي فېسبوکپاڼه ليکل شوي دي، چې اصغر افغان د برېښنايي پېژندپاڼې له ترلاسه کولو وروسته وويل، وياړم چې د افغان وياړلې کلمه مې د نوم برخه ده، د نړۍ په ګوټ ګوټ کې موږ ته د افغانانو خطاب کېږي او دا زموږ ملي وجيبه او وجداني دنده ده، چې په خپل هويت ووياړو او د ساتنې لپاره يې کار وکړو.

ښاغلى اصغر له ډېرې وخت راهيسې د افغانستان د ملي لوبډلې کپټان دى، که يوې خواته پرې د کرکټ ډېرى مينه وال سخت انتقادونه کوي، نو بل خوا يو شمېر وياړونه هم لري، همدا راز په نوموړي تر ټولو زيات انتقادونه د هغه د ورور د لوبولو له امله کېږي.

په تېر کې، کله چې ډاکټر محمد اشرف غني ولسشمريزو ټاکنو کې بريا ترلاسه کړه، نو د خپل نوم څخه يې د (احمدزي) کلمه ليرې کړه.

د محمد اصغر افغان په نوم بدلولو د هغه يو شمېر مينه والو خوښي ښوولې ده، خو د کرکټ يو شمېر مينه والو دا انتقادونه هم کړي دي، چې د نوم د بدلولو تر څنګ دې له لوبو هم استعفا ورکړي.