The news is by your side.

ژر به وتوانېږئ چې برېښناليکونو ته مو مهالوېش وټاکئ

ايا برېښناليکونه لېږئ، که برېښناليکونه لېږئ نو بيا به حتماً د جيمېل سره بلد ياست، ځکه نن سبا چې د برېښناليکونو لېږلو لپاره تر ټولو زيات کوم سرويس کارول کېږي، هغه د جيمېل سرويس دى.

د نړۍ تر ټولو لويې پلټنپاڼې ګوګل اوس د جيمېل برېښناليکونو ته د مهالوېش سيسټم (د وخت او نېټې سيسټم) د جوړولو لپاره لاس په کار شوې ده.

ګوګل وايي، چې د ځيرکو موبايلونو د (جيمېل ايپ) لپاره په يوه نوي فيچر کار کوي، چې په هغې سره به کاروونکي وکولاى شي، چې د خپلو برېښناليکونو د لېږلو لپاره مهالوېش (وخت او نېټه) هم وټاکي. په دې فيچر کار روان دى او ډېر ژر به دا په جيمېل ايپ کې ورزيات شي.

د دې نوي فيچر په اړه معلومات هغه وخت راښکاره شول، چې د يوه کوډ په کارولو سره په برېښناليکونو کې څو څو ځل د (شيډول سينډ) عمل تکرار شو. د جيمېل کاروونکي اوس هم له ډېرو لارو د خپلو برېښناليکونو د لېږلو لپاره وخت يا مهالوېش ټاکي، خو د دې نوي فيچر له زياتولو سره به دا کار ډېر اسان شي.

په يوه راپور کې ويل شوي دي، چې دا نوى فيچر به هم د (کمپوز) آپشن تر څنګ وي، کله چې يو څوک په دې کليک وکړي، نو د برېښناليک لېږلو لپاره به ورڅخه وخت او نېټه وغواړي، کله چې يو څوک وخت او نېټه وټاکي او برېښناليک وليکي، نو بيا به برېښناليک په هماغه ټاکلي وخت ياد کس ته لېږل کېږي.

ګوګل چې د انټرنېټ په تر ټولو لوى شرکت دى، هره ورځ نوي نوښتونه کوي، تر څو خپلو کاروونکو ته اسانتياوې برابرې کړي. دا هم د دې لړۍ يو نوى نوښت دى، همدا راز ګوګل د خپلو نورو ايپونو د نوښتونو تر څنګ په نوي مسينجر هم کار پيل کړى دى، چې ډېر ژر به انلاين شي.