fbpx

د نورستان اوسیدونکي د لارې د خرابوالي له امله ستونزو سره مخ دي

د ختیځ ولایت نورستان اوسېدونکي وایي د یاد ولایت د لوې لارې د رغونې لپاره یې لسګونه ځله له مرکزي او ولایتي ادارې نه غوښتنې کړي خو د کلونو په تېریدو نه چا ستونزه درک کړه او نه یې غږ واروېدل شو.

نورستانیان وایي لویه ستونزه یې د لوې لارې خرابوالی دی چې په ځلونو یې حکومت د جوړېدو ژمنې وکړې خو وروسته یې د عمل څرک ندی تر سترګو شوی.

نور عمر چې د مرکزي نورستان اوسیدونکي دی تلوسې راډیو سره په خبرو کې وویل د لارې د خرابوالي له امله یي ناروغان په لاره کې د مرګ له ګواښ سره کیږي.

دوي زیاتوي د همدې ستونزو له کبله یې د دوه درې ساعتونو مزل ان تر ۸ ساعتونو رسی.

د نورستان د ولایتي شورا غړي هم مني چې د دي ولایت اوسیدونکي د لارې د خرابوالي له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي .

د نورستان د ولایتي شورا مرستیال عبدالمتین نورستاني تلوسې راډیو ته وویل روغ خو به په مشکل تر منزل ورسي خو ډېر کله ناروغان د لارې د اوږدوالي او کنډو کپر له کبله ژوند بایلي.

خو د نورستان ولایتي چارواکي وایي چې د ولسونو ستونزي یي درک کړي ،په ځلونو یي د ټولګټو چارو وزارت ته یي وړاندیزونه کړي خو تراوسه یي پري اقدام نه دی کړی.

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم وایي چې د ټولګټو چارو وزارت په دې برخه کې ناغیړی کوي .

نورستان ختیځ کې یو له هغه ولایتونو دی چې د استوګنو لاس رسۍ یې ډېری مسایلو ته نشته باور دا دی که لویه لار یې په اساسي توګه ورغورل شي دغه ولایت ته به د سیاحت په موخه د ډېری خکو پام ور وګرځي.

Loading...