fbpx

افغان ځانګړو ځواکونو ۶۱ بندیان دطالبانو له بند آزاد کړي

 

په هلمند ولایت کې افغان ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې په کچکي ولسوالۍ کې د طالبانو یو ستر زندان مات کړی او ۶۱ بندیان یې له بند څخه خوشې کړي دي.

د هلمند ولایت مقام څخه په خپره شوي خبرپاڼه کې راغلي، تېره شپه افغان کوماندو ځواکونو د هلمند ولايت د کجکي ولسوالۍ ده بابا کاريز سيمه کې ۶۱ تنه ملکي کسان ديو لړ ځانګړو عملياتو په ترڅ کې د طالبانو له زندان څخه آزاد کړي دي. چې ټول زندانیان ۲۱۵ میوند قول اردو ته انتقال شوي دي.

په يادو زندانیانو کې چې عمر خوړلي سپين ږري او ماشومان هم شامل دي

پدې عملیاتو دغه راز ۷ تنه مشکوک کسان هم نيول شوي دي او د ياد زندان دوه ساتونکي د مقامت پر مهال وژل شوي دي.

دا په تیره یوه میاشت کې د وسله والو طالبانو دریم زندان دی چې افغان ځانګړي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې ورڅخه بندیان راخوشې کیږي.

تر دې مخکې هم د هلمند په شمالي ولسوالیو کې د افغان ځانګړو ځواکونو د وسله والو طالبانو پر زندانونو باندي عملیات تر سره کړي چي یو شمیر بندیان د دغې ډلې له بند څخه ازاد کړي وو..