fbpx

ګردیز ښار کې د جومات دننه چاودنه شوې

چارواکي وايي د پکتيا مرکز ګردېز ښار اړوند د دويمې امنيتي حوزې مربوطاتو کې د اهل تشيع پر یوه جومات ځانمرګی بريد شوی دی.

 د پکتیا امنیه قومندان راز محمد مندوزی وایي، دغه ځانمرګی بريد شاوخوا يوه نيمه بجه د اهل تشيع په جومات کې شوی دی.

د هغه په خبره په یاد برید کې ۲۰ کسان وژل شوي او تر ۳۰ ډېرو نور ټپیان دي. په ورته وخت کې د یاد ولایت د عامې روغتیا رییس ولایت خان بیا له رسنیو سره خبرو کې ویلي چې له پېښې ۹ جسدونه او ۶۰ ټپیان وروړل شوي دي.

د ځینو نا تایید شویو راپورنو له مخې بیا په دې پېښه کې ۳۰کسان وژل شوي او ۱۰۰ نور ټپیان دي. عيني شاهدان وايي، چې لومړی ځانمرګی برید شوی، وروسته ډزې شوې او ورپسې بله چاودنه هم شوې ده.

په ورته وخت کې له  ارګه نه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې  ولسمشرغني په ګردیزکې نننی برید غندلی، زیاته کړې چې ترهګرو پر عامو وګړو، د جمعې د لمانځه پر مهال برید کړی دی.

خبرپاڼه وايي دا عمل ښيي، چې ترهګر څومره وحشیانه اعمال ترسره کوي او دوی هېڅ راز پوله نه پېژني.

د ولسمشر په خبره د ترهګرو موخه د انسانانو وژل دي او دا ورته مهمه نه ده، چې په کوم مذهب او کومه ډله پورې اړه لري. هغه ټینګار کړی، چې دغه ډول بریدونه په افغانستان کې مذهبي تفرقې ته لمن نه شي وهلی.