fbpx

کندوز: امنیتي ځواکونو د متینک په نوم مشهور غیر مسؤل قوماندان ونیوه

د کندوز د رسنیو له دفتره په خپره شوې خبرپانه کې راغلي چې تېر ماښام  امنیتي ځواکونو د کندوز په خان اباد ولسوالۍ کې د متینک په نوم یو غیر مسؤل وسلوال قوماندان نیولى دى. خبرپانه زیاتوي چې متینک په سیمه کې د ناامنیو، وژنو، ترور، غلاؤ، تیریو او قانون ماتونو په ګڼو پېښو کې ښکیل دى.

د کندوز ولایت د رسنیو دفتر د خبر پاڼې د معلوماتو پر اساس متنیک د امنیتي ځواکونو سره له لنډې نښتې وروسته د دوه میله وسلو  او یو ساتونکي سره نیول شوی دی چې اوسمهال د امنیتي ځواکونو  په بند خونه کې دی.

متینک هغه څوک  دی چې په ۲۰۱۳ کال کې هم د امنیتي ځواکونو لخوا نیول شوی و چې بیرته د لوړ تضمین په بدل کې پرېښودل شو، اوس چې یو ځل بیا دغه غیر مسؤل وسلوال چې د وژنو او ځورونو ګڼې دوسيې لري نیول شوی، خلک غواړي چې قانون دې پرې تطبیق او د خپل عمل په سزا دې ورسول شي.

د کندوز خلک همداراز  غوښتنه کوي چې ځانګړي او امنیتي ځواکونه دې په دغه ولایت کې د نورو غیر مسؤلو وسلوالو د نیونې او د قانون منګولو ته د سپارلو په برخه کې هم ځانګړې پاملرنه او اقدامات وکړي او نور دې خلک د دغو ډلو له ځورونو او تیریو وژغوري.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د کندوز ولایت مقام ټولو امنیتي ارګانونو ته دستور ورکړی چې د غلو، وران کارو، اختطافچیانو، خپلسرو وسلوالو ډلو، ویره اچوونکو او د نظام د وسلوالو مخالفینو پر وړاندې جدي اقدامات وکړي او قانون ماتونکي دې د قانون منګولو ته راکش کړي ترڅو د خپل عمل سزا وویني.

د کندوز والي وياند خبريال ته وويل، چې د همدې تلاشونو په پایله کې په دې وروستیو کې د کندوز امنیتي وضعیت تر پخوا ښه شوی.

د کندوز خلک خوشبین دي او غواړي چې  کشفي، امنیتي، دفاعي او عدلي ارګانونه دې د قانون د تطبیق لپاره اساسي کار وکړي، تر څو په  دغه ولایت کې د نا امنیو، وژنو، ترور، اختطاف، تروریزم او قانوني ماتونې ټغر ټول  شي.

متینک په کندوز کې سلګونه غیر مسؤل وسلوال لري چې نیونه يې  د خلکو د اساسي غوښتنو څخه یوه وه.

Loading...