The news is by your side.

دا ٥ عادتونه مو د سترګو لپاره خطرناک دي

تر څو چې ستاسو په سترګو کې درد نه وي پېدا شوى يا مو هم د سترګو ديد نه وي کم شوى، تر هغې پورې به تاسو ته خپلو سترګو پاملرنه نه کوئ، خو ايا تاسو پوهېږئ، چې هغه کوم کارونه دي چې کولاى شي ستاسو په سترګو کې درد راپېدا کړي يا مو هم د سترګو ديد کمزورى کړي؟

راځئ چې په هغه پنځوو عادتونو خبرې وکړو، چې سترګو ته زيان رسوي.

په ملاسته لوستل:

که چېرته تاسو په نېغ ملاست ياست او د کتاب لوست کوئ، نو په داسې حالت کې سترګې د لوست لپاره ډېر زيار باسي، چې دا لومړى سترګې خوږوي او وروسته بيا ديد کمېږي، که چېرته غواړئ چې له دې حالت څخه ځان وژغورئ، نو هڅه وکړئ چې په يوه داسې کوټه کې کتاب ولولئ، چې رڼا پکې ډېره وي، همدا راز کتاب په غېږ کې کېږدئ او په ناسته يې ولولئ.

که چېرته د لوست پر مهال مو سترګې درد کوي، نو ژر تر ژره يې ډاکټر ته وښايئ.

د ځيرک موبايل ډېر کارول:

د هر چا په جېب کې موجود دا وړوکى شان کمپيوټر زموږ ډېر کارونه اسانوي، همدا راز د ملګرو او کورنۍ سره اړيکې مو هم لا اسانوي، خو دا وړوکى کمپيوټر يا موبايل زموږ د سترګو لپاره هم ډېر خطرناک دى.

د موبايل شيشه ډېره وړه وي، د دې مانا دا شوه چې خط به هم پرې ډېر وړوکى ښکاره کېږي، نو کله چې زموږ سترګې دا وړوکى خط لولي، نو په لوست کې ورته مشکل پېدا کېږي، همدا لامل دى، چې ډېر خلک په ځوانۍ کې د عينکو په سترګو کولو ته مجبوره کړي.

د کمپيوټر ډېر کارول:

که چېرته په دفتر کې خپل زيات وخت له کمپيوټر سره تېروئ، نو ستاسو د سترګو ديد کمېدل څه ناشنا خبره نه ده، ځکه هر هغه څوک چې ډېر وخت کمپيوټر کاروي، نو د هغوى د سترګو ديد کمزورى کېږي، او همدا راز يو شمېر نورې مسئلې هم راولاړوي. پوهان وايي، ډېر وخت سکرين ته کتل د سترګو لپاره خطرناک دي، پکار ده چې په کمپيوټر د کار پر مهال لږ لږ ساعت وروسته دمه وشي.

لږې اوبه څښل:

اوبه، لکه څنګه چې د انسان د ژوند لپاره ضروري دي، همدا راز د هر انسان سترګې هم د اوبو سره ډېره مينه لري او دا د سترګو لپاره هم ډېرې ضروري دي. يو څوک چې اوبه لږې څښي، نو بدن يې د ډي هايېډريشن ښکار کېږي او تر ټولو زيات زيان يې سترګو ته رسېږي. په يوه نوې څېړنه کې ويل شوي دي، چې اوبو د سترګو له لارې د اوښکو په ډول راوځي، که د چا سترګې وچې شوي وي، نو پوه دې شي چې اوبه لږې کاروي. نو اوبې ډېرې څښئ، تر څو سترګې مو ورسره روغې وي.

د عينکو نه کارول:

د ورځې ډېر لمر هم سترګو ته زيان رسوي، پوهان وايي چې کله تاسو بهر ګرځئ او عينکې نه کاروئ، نو تېزه رڼا يا شعاعونه ستاسو سترګو ته زيان رسوي او کله چې تاسو په رڼا يا لمر کې سترګې غونجوئ، نو دا سترګې خرابوي. نو کله چې هم بهر ته وځئ، نو عينکې حتمي په سترګو کوئ، تر څو سترګې مو له شعاعونو وژغورئ.