fbpx

بګرام کې یو بهرنی سرتېری ټپي شوی

بګرام کې د امریکايي ځواکونو د موټرو پر کاروان د سړک غاړې د ماین چاودنه شوې چې په کې یو بهرنی سرتېری ټپي شوی او موټر یې ویجاړ شوی دی.

د بګرام ولسوال سیف الله بیدار وویل چې دغه پېښه پرون د دې ولسوالۍ په نصرو کلي کې رامنځته شوې ده.

نوموړي زیاته کړه، چاودنه هغه مهال رامنځته شوه چې بهرني ځواکونه په سیمه کې پر ګزمه بوخت وو.

د پروان امنیه قوماندان مل پاسوال محفوظ الله ولي زاده د دې پېښې پخلی وکړ خو ویې ویل، د دې چاودنې په اړه جزئیات له دې امله چې ساحه د بهرنیو ځواکونو له خوا کلابنده شوې وه او چا ته یې د دننه کېدو اجازه نه ورکوله، نه لري.

بخوا  طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې په دې چاودنه کې پنځه امریکايي عسکر وژل شوي دي.

Loading...