fbpx

ننګرهار کې به ۸ زره کورنیو ته بریښنا ورکړل شي

د جلال اباد په مرکز او سره رود ولسوالۍ کې  د پنځوس ميليونه افغانیو په لګښت دڅوارلس ټرانسپرمرونو په نصبولو سره اته زره کورنیو ته دبریښنا د ورکړې لړۍ پیل شوه.

د ننګرهار د بریښنا شرکت مشر اکرام الله عابد وویل جلال اباد ښار او د سره رود ولسوالۍ په مربوطاتو کې د پنځوس ميليونه افغانیو په لګښت په څوارلس پایو کې دڅوارلس ټرانسپرمرونو په نصبولو اته زره کورنیو ته دبرېښنا د ورکړې په لړۍ کې نن  يې د څلور سوه کیلو ولټه په ظرفیت د برېښنا ټرانسپرمر فعاله کړ، چې په اړونده سیمو کي به پنځه سوه کورنیو ته برېښنا فعاله شي.

د عابد په وینا په نږدې راتلونکي کې به د برېښنا دوه نورې لويې پروژې هم ګټې اخيستنې ته وسپاري.

ننګرهار والي حیات الله حیات خوښي وښوده، چې ولسواليو ته يې دلومړي سفر په ترڅ کي دبرېښنا پروژې پرانیسته وکړه .

نوموړي زیاته کړه، ولسمشر ورسره ژمنه کړې چې د ننګرهار د برېښنا ظرفیت به له اویا میګاواټه څخه درې سوه میګاواټه ته پورته کړي، چې له امله به يې د جلال اباد ښار مرکز او ګڼ شمېر ولسوالیو اوسیدونکي دبریښنا له نعمت څخه برخمن شي .

نوموړي وويل، چې د ننګرهار په مربوطاتو کي د کاسا ۱۰۰۰ د پروژې په بشپړیدو سره به هم په اړونده سیمو کي ګڼ شمېر خلک د برېښنا له نعمت څخه برخمن شي.