fbpx

امریکایي ځانګړو ځواکونه افغان سرتیرو ته روزنه ورکوي

د چارواکو په وینا په فراه ولایت کې د امریکا د ځانګړو ځواکونو لومړنۍ ډله ځای پر ځای شوې ده.

د افغانستان دفاع وزارت د مطبوعاتو د دفتر سرپرست جنرال محمد رادمنش رسنیو ته ویلي، د امریکا د ځانګړو ځواکونو دغه ډله، په فراه کې د ترهګرۍ ضد د مبارزې په برخه کې د افغان پوځ سرتیرو ته روزنه او سلا مشورې ورکوي.

دښاغلي رادمنش پر وینا، دغه امریکايي ځواکونه په فراه ولایت کې د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې، فعالیت کوي.

هغه زیاته کړه “دوی تلي چې د فراه ولایت په تعلیمي مرکز کې زموږ دفاعي ځواکونو ته لازیاته پوهنه او روزنه ورکړي او هغه تجهیزات چې تازه د دویمې لوا ۲۰۷ قول اردو ته ورکړل شوي دي، د هغې په اړه یو لړ درسونه چې لازمي دي، هغه پرمخ یوسي”.

جنرال رادمنش همداشان وویل، چې دغه امریکايي ځواکونه به د بلوک، ټولي، کنډک او لوا په کچه هم د پوځ قوماندانانو ته چې په قرارګاه کې دننه فعالیت کوي، روزنې او مشورې ورکړي.

د نوموړي په خبره، د امریکايي ځواکونو دغه ځانګړې ډله په فراه کې جګړه‌ییز فعالیتونه نه ترسره کوي او د جګړې پر مهال یواځې د سلاکارۍ مسولیت لري.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان او سویلي آسیا لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نوې ستراتیژۍ له اعلان وروسته، دا د امریکا د ځانګړو ځواکونو لومړنۍ ډله ده، چې په فراه ولایت کې ځای پر ځای کیږي.

په ورته وخت کې سیمه‌ییزو چارواکو هم تائید کړې، چې تیره شپه ځانګړي امریکايي ځواکونه د فراه ولایت په هوايي ډګر کې ځای پر ځای شوي دي.

د ظفر ۲۰۷ قول اردو ویلي، چې دغه ځواکونو به د تروریستي ډلو د ځپلو په عملیاتو کې هم برخه اخلي.

یاده دې وي چې فراه د افغانستان په لویدیځ کې له ایران سره پولې ته څیرمه پروت ناامنه ولایت دی او وسله‌وال طالبان په کې پراخ حضور او فعالیت لري.