fbpx

روزګان کې وژل شوي او ټپي سرتېري لمر ته پراته دي

 

د روزګان د چنارتو ولسوالۍ امنيتي مسولین او هلته مېشت د ملي اردو سرتېري وايي، چي د تېرو دريو ورځو راهیسي له مرکزي حکومت څخه هلته د وژل سويو سرتېرو او ټپيانو د لېږد غوښتنه کوي، خو څوک يې مرستي ته نه ورځي.

درې ورځي مخکي وسله والو په چنارتو ولسوالۍ کي د ملي اردو پر یوه کنډک حمله وکړه او پر مهال يې تر ۴۴ زیات سرتېري ووژل او یو شمېر يې ټپيان کړل.

ددې ترڅنګ يې د چنار تو ولسوالۍ لپاره نوې جوړېدونکې ودانۍ په بمونو والوزول او تر ۴۰ زیات سرتېري يې ژوندي ونیول.

د روزګان د چنار ولسوالۍ امنیه قوماندان اختر محمد وايي، چي اوس هم ولسوالۍ د وسله والو تر سختي محاصرې لاندي ده، خو نه ولایتي اداره او نه مرکز ورسره مرسته کړې ده.

نوموړی وايي، اوس هم د پولیسو پر پوستو جګړه روانه ده او په سیمه کي مېشت سرتېري د خوراکي موادو له نشتوالي سره هم مخ دي.

په دغه ولسوالۍ کي د ملي اردو مېشتو یو شمېر سرتېرو ویلي، د جګړې په ډګر کي وژل سوي او ټپي سرتېري پراته دي، خو د انتقال لپاره هېڅ څوک هم نه دي ورغلي.

Loading...