fbpx

له لوی اختر وړاندې دغاصبینو پر ضد لس زره کسیزه اجماع رابلل کیږي

ارګ ته نږدي سرچینې وایي چې ټاکل شوې له اختر مخکې ارګ لس‌زره کسیزه اجماع را وغواړي، چې د زور واکو او غاصبینو پر ضد به پرېکړې کوي او حکومت سره به درېږي.

که ارګ دا اجماع جوړه کړي، په ټول افغانستان کې زیات پلویان لري، ځکه له زور واکو او د ځمکو غاصبینو څخه خلک په تنګ راغلي.

ارګ په رسمي ډول څه نه وایي، خو د ولسي جرګې ځينې غړي د حکومت د دې ګام هرکلی کوي.

اوس چې حکومت د سولې پروسه کې او د زور واکو پروړاندې نسبي بریالي ګامونه پورته کړي په تازه مورد کې ارګ غواړي په دې موضوعاتو له اختر وړاندې د خلکو اجماع تر لاسه کړي.

دا اجماع چې ټاکل شوې له لس زره کسانو جوړه شي، د زور واکو او غاصبینو پر ضد به پریکړې کوي.

ولسمشر غني د سولې په تړاو په سیمه ییزه اجماع هم برلاسی ښکاري، او اوس د سیمې هېوادونو درک کړې چې د وسلوالو د ملاتړ پرځای باید په افغانستان کې د جګړې د پای لپاره هڅې وشي.

تحلیل کوونکي وایي که د خلکو له منځه دا اجماع جوړیږي د زور واکو په اړه به حکومت ته یو ستر ولسي ملاتړ اوسي.

خو د اجماع مخالف لوري وایي، په اساسي قانون کې یوازې جرګه تعریف شوې او د اجماع په نوم راټولېدنه مشروعیت نه لري.

اندېښنه له دې امله دي، چې ممکن د اجماع غړي د حکومت په خوښه را وبلل شي او یوازې د هغوی په تړاو پرېکړې وشي چې د حکومت مخالف دي.

په جوړېدونکې نا اعلان شوې اجماع کې به د ولسمشرۍ په راتلونکو ټاکنو هم مشخصې پرېکړې وشي.

ارګ په دې اړه تر اوسه په رسمي ډول څه نه دي ویلي ، خو ایا دغه اجماع به د غصیبونو پر وړاندې څومره ګټوره تمامه شي راتلونکی به یې ځواب ووایي

Loading...