The news is by your side.

د کرکټ د ملي لوبډلو ته د لارموندنې تګلاره اعلان شوه

نن د کرکټ بورډ د مسولینو له لوري په يوه خبرې ناسته کې ملي لوبډلو ته د لوبغاړو د لار موندنې تګلاره اعلان شوه.

په یاده خبري ناسته کې د افغانستان کرکټ بورډ د تخنيکي څانګو ډايريکټر بشیر ستانکزي وویل چې د لوبغاړو د غوراوي منظوره شوې پاليسي به تر دې وروسته په ټولو لوبغاړو عملي شي او د ټاکل شوو حدونو په ترلاسه کولو سره به ملي لوبډلو ته لار مومي.

نوموړي زیاتوي یو لوبغاړی غواړي ملي، الف، ایمرجينګ او نولس کلنو ملي لوبډلو ته لار ومومي نو فزيکي وړتيا (فټنس)، ديسيپلین او د لوبې کولو وړتيا (پرفامنس) یې بايد د ټاکل شویو معیارونو په چوکاټ کې وي.

نوموړی همداراز وویل چې تر دې وروسته به ملي لوبډلو ته تر ټاکل کېدو وړاندې یوه لوبغاړي په افغانستان کې دننه باید په یوه کال کې شاوخوا ۳۰۰ ورځې د کرکټ سره نږدې پاتې شوی وي چې د کلب، ولايت او زون مسول به يې له ريکارډ سره تاييدوی او همدارنګه پاسپورټ او تذکره به يې د هويت ښودلو ضمانت کوي.

هغه دا هم وویل چې ۱۷ کلن ځوان لوبغاړي باید د افغانستان تابعیت ولري او پر دې سربېره له ښوونځي د تایید او له روغتون د زوکړې سند ولري.

ستانکزي د لوبغاړو سره د قرادادونو په اړه زیاته کړه چې اوسمهال په افغانستان کې شپږیزه، غازي امان الله خان (یو ورځنۍ) او احمدشاه ابدالي (څلور ورځنۍ) لوبې لرو، لومړی بايد لوبغاړي په دې سياليو کې د ګډون کولو وړتیا په ځان کې پيدا کړي او تر ګډون کولو وروسته د کورني کرکټ لوبغاړو د قراردادونو د تګلارې پر بنسټ، باید په دوه فارمټونو کې د اعلی درجه  (A grade) ترلاسه کړي او د هر اړخیزې وړتيا تر ښودلو وروسته به د قرارداد اخستو جوګه شي.

بشیر ستانکزي وايي د یوو یوو (Yoyo) د فټنس د ازمیښت یوه پروسه ده چې د ملي لوبډلې هر لوبغاړی بايد د دغه ازمیښت حد تر ۱۷.۳ پورې ورسوي او د ایمرجینګ لوبډلې لوبغاړي يې بايد تر ۱۷.۱ پورې ورسوي.

 

د دې سربیره د غوراوي کمېټې مشر نوروز خان منګل په خپلو خبرو کې وویل ، ملي لوبډلو ته د لار موندنې په تګلاره وغږيد او زیاته يې کړه چې فزیکي وړتيا، دیسپلين او وړتيا (پرفامنس) لومړني درې مهم ټکي دي چې دوی يې په پام کې نیسي .

د نوروز منګل په خبره غواړي الف لوبډله دا ځل ډېره پیاوړې کړي او پردې سربېره هغه لوبغاړي چې له ځانه ښه وړتيا ښيي نو الف لوبډلې ته به ځي او هغه لوبغاړي چې له ملي لوبډلې د خرابې وړتیا او یا هم فزیکي ستونزو (فټنس) یا هم ټپي کېدو پر اساس لرې کيږي نو بیا به ملي لوبډلې ته د بیرته تلو په خاطر الف لوبډله کې ګډون کوي او دغه راز به په کورني (لیست A، شپږیزه او څلور ورځنیو) لوبو کې خپله هر اړخيزه وړتيا ښکاره کوي.

((هغه لوبغاړي چې په ملي لوبډله کې ټپیان کيږي او د اړوندو ډاکټرانو له لوري د شاوخوا ۴۵ ورځو په پار د استراحت وخت ورکول کېږي نو دغه لوبغاړی نېغ په نېغه ملي لوبډلې ته نشي تللی او بايد په الف لوبډله کې خپله وړتيا څرګنده کړي))

ویل کیږي چې د نولس کلنې ملې لوبډلې ته به هغه ځوانان غوره شي کوم چې  چې عمرونه يې تر ۱۹ کلونو کم وي او ایمرجینګ لوبډلې ته به بیا تر ډېره هغه ځوانان غوره شي چې عمرونه يې تر ۲۳ کلونو کم وي او د نولس کلنو ځوانانو په نړيوالو لوبو کې ښه ځليدلي وي او یا یې په کورنيو سياليو (لیست A، شپږیزه او څلور ورځنیو) کې ډېره ښه وړتيا ښودلې وي.