The news is by your side.

دښمن د مذهب په نوم ولسونه بېلوي

له لسیزو راهیسې دښمن د افغانانو د بېلولو لپآره دغه هېواد ته خطرناکه دسیسې را لیږي. کله يي د ژبې پر اساس، کله يي‌ د رنګ او پوست پر اساس، کله يي د‌ سمت او ولایت پر اساس او کله يي هم د مذهب پر اساس د ولسونو د بیلولو لپاره هڅې کړې.

دا دسیسې يي ‌کله د ګرمې جګړې په چوکاټ کې او کله هم د سړې جګړې په بڼه تطبیق کړې. د همدې دسیسو په لړ کې څو ورځې وړاندې د پکتیا په مرکز کې د شعیه ګانو په یوه جومات کې ترهګرو سلګونه بې ګناه مسلمانان قتل عام کړل چې هیڅ راز سیاسي او نظامي تړاونه نه يي درلودل.

نو پوښتنه رامنځ‌ ته کیږي چې ولې! ښايي‌ د ځينو په نظر دا یوازې یو ترهګریز برید و، خو د دې برید تر شاه یو بل تریخ او لوی حقیقت دا دی چې دښمن په پوره مهارت سره هڅه کوي چې په افغانستان کې مذهبي اختلافونو ته لار هواري کړي‌.

دا لومړی ځل نه دی چې عام ولسي لمونځ کوونکي د خدای په خونه ( جومات) کې د عبادت پر مهال په شهادت رسول کېږي بلکې وړاندې له دې يي هم دا ډول پېښې د کابل په ګدون په ولایتونو کې هم ثبت شوې. شاوخوا میاشت وړاندې په ننګرهار کې هم پر سکهـ او هندو ورڼو ترهګریز برید وشو چې له امله یي لسګونه د دغه مظلوم لږکي افغانان ووژل شول چې د تاریخ په اوږدو کې په هېڅ راز سیاسي او نظامي معادلاتو کې دخیل نه وو.

اوس راځو دې ته چې ولې ترهګر په افغانستان کې له داسې مسایلو سره تماس نیسي. د افغانستان دښمنانانو لسیزې د افغانانو د بیلوالي لپاره قومي‌‌ ژبني‌ او مذهبي مسایلو ته لمن ووهله اوس ظاهرا داسې ښکاري چې دښمن په دې کې پاتې راغلی.

له نېکه مرغه افغانانو په بدو شرایطو کې د یو او بل ترڅنګ پاتې شول، خوښۍ او غمونه يي سره ګډ کړل. افغانانو د تاریخ په ګړنګونو کې ښودلې چی دوی یو واحد ولس دی او په هیڅ راز شرایطو کې يي‌ د دښمن پر وړاندې ماتې نه ده منلې. له دې سره دښمن هم په دې فکر کې شو چې د افغانانو د بېلولو لپاره بل لار غوره کړو چې دا يي تر ټولو خطرناکه بڼه ده.

له تېرو شاوخوا دوو کلونو راهیسې دښمن په ډېر مهارت سره هڅه کوي چې د ولسونو ترمنځ د شعیه او سني … او نورو پلمو بېلوالی رامنځ ته کړي او په افغانستان کې د میشتو ولسونو ترمنځ بې باوري رامنځ ته کړی.

پایله

لکه څنګه چې نظام د دښمن پر وړاندې د مبارزې مسوولیت يي لري ترڅنګ يي ولس هم مسوولیت لري چې‌ په دې جګړه کې د نظام تر شاه ولاړ پاتې شي. ولس باید بیدار ووسي چې په هېڅ راز د دښمن د اختلاف آمیزه دسیسو تر اغیز لاندې رانشي او حکومت هم باید په دې برخه کې خلکو ته پوره وضاحت ورکړي، اسناد او شواهد له خلکو سره شریک کړي تر څو د یوې ګډې مبارزې لپاره د باور او اعتماد فضا رامنځ ته شي.

پرته له دې د دښمن برنامې خطرناکې او د افغانستان د ملي‌ یووالي لپاره ستر ګواښ‌ دی.

لیکوال : عازي  ځدران