fbpx

ننګرهار کې ځانمرګى بريد؛ د ملي اردو سرتېري ځان شهيد او هېوادوال وژغورل

په ننګرهار ولايت کې د ملي اردو سرتېري هغه مهال يو ځانمرګي بريدګر په غېږ کې ونيوه او د خلکو له ګڼې ګوڼې يې بهر وويست، چې د پلټنې پر مهال پوه شو، چې ياد کس چاودېدونکي توکي په ځان پورې تړلي دي.

د ملي اردو ياد سرتېري خپله اتلولي ښکاره کړه او شهادت يې ترلاسه کړ، خو ډېر شمېر هېوادوال يې وژغورل.

ياده پېښه د ننګرهار د بهسودو پله سره د ملي اردو د چيک پواينټ مخې ته راپېښه شوې ده.

د ننګرهار والي وياند عطاء الله خوګياڼي وويل، چې د ننګرهار ولايت د بهسودو پل څېرمه څلورلاري کې د ملي ادرو سرتېري چې يو کس يې تر شک وروسته پلټو او د پلټنې پر مهال يې پوه شوى و، چې ځانمرګى بريدګر دى، د غېږې په ورکولو سره يې د خلکو د ګڼې ګوڼې څخه بهر وويستلو.

نوموړى زياتوي، چې بريدګر په ځان پورې تړلي چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړه، چې په ترڅ کې يې د ملي اردو ياد قهرمان سرتېرى شهيد شو. همدا راز په دې بريد کې ٣ تنه د ملي اردو سرتېري او يو ملکي وګړى ټپيان شوي هم دي.

د ملي اردو د ياد سرتېري نوم محمد عمر و، خو په اړه يې نور معلومات نه دي ورکړل شوي.