The news is by your side.

وياړلي سرتېري محمد عمر ځان په ولس قربان کړ

ليکوال : بريالى زمرى

په هر هېواد کې ډېرى شمېر خلک ژوند کوي، خو يو شمېر يې داسې وي چې بس هېواد خوري، د ولس وينې زبېښي او په خپل هېواد کې د نورو لپاره جاسوسي کوي، چې بدبختانه دا ډله زموږ په هېواد کې ډېره زياته ده، خو بلخوا داسې کسان هم په هېواد کې وي، چې د هغوى د قربانۍ او اتلولۍ له امله هېواد ته دښمن په خيرنه سترګه نه شي کتلاى او په هر حالت کې له خپلې خاورې او ولس څخه ځان قربانوي.

په ننګرهار کې چې نن ورځ د بهسودو پله څلورلاري سره کومه پېښه رامنځ ته شوه، په دې کې هم د دې هېواد يو وياړلي بچي خپل ځان قربان کړ، خو ولس يې له مرګ ژوبلې وژغوره.

د ملي اردو ياد سرتېرى، چې محمد عمر نومېږي، هغه مهال په هېواد او ولس ځان قربان کړ، کله چې يې په ګڼه ګوڼه کې يو کس وليده، چې ځانمرګى و او چاودېدونکي توکي يې په ځان پورې تړلي و.

ياد وياړلي سرتېري چې ځانمرګى بريدګر د ولس په منځ کې وليد، نو يې ورمنډه کړه او په غېږ کې يې کلک ونيوه، تر څو د ګڼې ګوڼې له منځه يې ليرې بوځې، کله چې يې د خلکو له خوا ځانمرګى يو څه ليرې کړ، هماغه مهال ځانمرګي ځان ته چاودنه ورکړه او د ملي اردو دا وياړلى سرتېرى په شهادت ورسېده.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوګياڼي په وينا، په دې ځانمرګي بريد کې د ملي اردو سرتېري محمد عمر له شهادت پرته، څلور سرتېري او يو ملکي وګړى ټپيان شول، که چېرته ځانمرګي بريدګر په ګڼه ګوڼه کې ځان ته چاودنه ورکړې واى، نو ډېر هېوادوال به يې په شهادت رسولي ول.

زموږ هېواد په همداسې شاه زلمو باندې اباد دى، موږ د همداسې وياړليو سرتېرو له امله په ارامه په خپلو کورونو کې د خپلو بچو سره خوبونه کوو، همدا وياړلي سرتېري دي، چې خپل ځانونه قربانوي، خو د ولس ساتنه کوي او همداسې وياړلي ځوانان چې په کوم هېواد او قوم کې څومره ډېر وي، هماغه هومره ډېر به په هغه هېواد کې سوله وي، هماغه هومره به د پرمختګ پر لور تګ کوي.

د محمد عمر په شهادت که يوې خواته ټول افغان ولس خپه دى، نو بلې خواته پرې ټول ولس وياړي او هر يو کس يې ستاينه کوي، چې دومره ستره مېړانه يې وښوده او د هېواد او  خلکو لپاره يې لويه قرباني ورکړه.

موږ په دې وياړو چې په ملي اردو کې داسې وياړلي سرتېري لرو، زموږ ملي اردو له همداسې سرتېرو ډکه ده او دوى شپه و ورځ د ولس او خاورې لپاره قربانۍ ورکوي، خپل سرونه قربانوي خو د هېواد له لوېشت لوېشت څخه دفاع کوي، خپل ځانونه قربانوي خو ولس ته ارامي او سوکالي راولي.

په ټولنيزو رسنيو يو شمېر فعالانو له حکومت غوښتنه کړې ده، چې د بهسودو ياد څلورلارى دې د همدې اتل په نوم کړي، موږ هم ورسره همدا غوښتنه بدرګه کوو. د ننګرهار له والي څخه غوښتنه کوو، چې د بهسودو پله ياد څلورلارى دې د دې وياړلي سرتېري په نوم کړي او د هغوى له کورنۍ سره دې هر ډول مرسته وکړي.