fbpx

عمران خان به د اګست په شپږمه نېټه خپل نوم د لومړي وزیر په توګه وړاندې کړي

ټاکل شوې چې د پاکستان د تحریک انصاف مشر عمران خان به سبا د دوشنبې په ورځ خپل نوم رسما د لومړي وزارت لپاره چارواکو ته وړاندي کړي.

نوموړي په خپل کور «بني ګاله» کې د حکومت جوړونې په اړه د سلا او مشورې لپاره د پارلمان نوي ټاکل شوي وکیلان دعوت کړي او تمه کیږي چې سبا به د هغوی سره دحکومت پر جوړونې او خپل د نوم وړاندي کولو پر سر بحث کیږي.

د تحریک انصاف ویاند ویلي چې حکومت کول څه اسانه کار نه دی، عمران خان ویلي چې وزیران او والیان به په حکومتي ودانیو کې نه اوسیږي.

د عمران خان ډلې په مرکز او پنجاب کې د حکومت جوړنې پرېکړه کړې او د قانون سره سم د وکیلانو ټاکلي شمیرې یې د ازادو وکیلانو او ایتلافیانو په واسطه پوره کړي دي.

په مرکز کې د ښځو او لیږکیو وکیلانو په شمول په پارلمان کې د تحریک انصاف ډلې چوکیو شمېر ۱۷۴ ته ورسید، په داسي حال کې چې دغه شمېر په همدې ډول په پنجاب ایالت کې ۱۸۶ تنه پورته شوی دی، چې له مخې يې د عمران خان په مشري د تحریک انصاف ډله په مرکز او پنجاب کې حکومت جوړولای شي.