The news is by your side.

د نصرت ارمان ناول – لونډ

ليکوال : رحمت ديوان

د نصرت ارمان له نوم سره څو کلونه مخکې بلد شوى يم، هغه وخت چې موږ به (مينه) مجله په ډېره مينه لوسته، په مينه مجله کې به د نورو ليکوالانو د لنډو کيسو تر څنګ د نصرت ارمان لنډې کيسې به مې هم لوستې، همدا راز بيا مې د نوموړي د لنډو کيسو کتابونه هم ولوستل.

ما په خپله هم په وروستيو کې هڅه کړې، چې ډېرې لنډې کيسې (د سلو لفظونو کيسې) مې ليکلي، خو له هغه وخت راهيسې چې زه کيسې لولم، ډېرې لنډې کيسې مې نه خوښېږي، يعنې د نصرت ارمان لنډې کيسې به زياتې يو مخ، دوه مخه يا هم تر دريو مخونو پورې وې او زما بيا اوږدې کيسې ډېرې خوښېږي، خو له ډېر وخت راهيسې مې د نوموړي کيسې لوستې دي.

خو نصرت ارمان نه يواځې دا چې ښه لنډه کيسه ليکونکى او شاعر دى، بلکې يو ښه ناول ليکونکى هم دى، او دا اندازه يې ماته هله وشوه، کله چې ما د نوموړي ناول (لونډ) ولوست.

(لونډ) ناول نه يواځې دا چې د وخت او زمان سره سم نوو حالاتو ته په کتو ليکل شوى دى، بلکې تر ټولو لوى کمال يې دا دى، چې ټول ناول په ډيالوګي بڼه ليکل شوى دى، چې دا ډول ناول ليکل، ماته خو ډېر زيات ګران کار ښکاري.

ما يو وخت يوه کيسه ليکلې وه، چې د فېسبوک اړوند وه او زياته برخه يې د کيسې د دوه کريکټرونو ترمنځ خبرې (چېټ) وه، کله چې مې هغه کره کتنې ته وړاندې کړه، نو ځينو خلکو دا خبره کوله چې دا د لنډې کيسې پر ځاى ډرامه ده، حال دا چې په دغه کيسه کې تر ډيالوګونو پرته د کيسې ډېره بيانيه برخه هم وه، خو ما هغه وخت هغوى قانع نه کړاى شول، چې لنډه کيسه او ډرامه يواځې د ډيالوګ له امله توپير نه لري.

بيا مې د اردو ژبې د نوموړي کيسه ليکونکي سعادت حسن منټو يوه لنډه کيسه (حجامت) ولوسته، چې له سر تر پايه پورې په ډيالوګي بڼه ليکل شوې وه، هغه مې پښتو ته وژباړله او کره کتنې ته مې وړاندې کړه (چې اوس زما د لنډو کيسو په کتاب کې هم چاپ ده)، مقصد مې له خبرې دا و، چې ډرامه او لنډه کيسه توپير لري، يواځې مانا دا نه ده چې کوم څه دې په ډيالوګي بڼه ليکل شوي وي، نو هغه دې حتماً ډرامه وي او چې په بيانيه بڼه ليکل شوي وي، نو هغه دې لنډه کيسه وي.

د نصرت ارمان (لونډ) ناول هم همدا ډول دى، دا ناول په بشپړ ډول په ډيالوګي انداز ليکل شوى دى، يعنې لومړۍ کرښه هم ډيالوګ دى او وروستۍ کرښه يې هم ډيالوګ دى، په داسې ډول کيسو او ناولونو کې کيسه مخکې بوتلل او د کيسې تسلسل ساتل ډېر ګران کار وي، چې نصرت ارمان په ښه ډول ساتلى دى.

کله چې موږ د ډرامې خبره کوو، نو موږ څلور ډوله ډرامې لرو:

ليکلې بڼه، تياتري بڼه، راډيويي بڼه، ټلويزيوني بڼه

که تاسو ليکلې بڼه ډرامې هم وګورئ، نو د ډيالوګ تر څنګ د کريکټر ټول کړه وړه او عمل ډېر په تفصيلي ډول ليکل شوى وي، همدا راز کله چې موږ تياتري ډرامه ګورو نو په هغې کې راته هر څه مخامخ ښکاره کېږي، کله چې بيا راډيويي ډرامه اورو، نو د غږونو په واسطه هر څه روښانه کېږي، تر څو اورېدونکى پوه شي چې څوک، چرته او څه کوي، همدا راز ټلويزيوني ډرامه کې هم بيا هر څه موږ په بشپړ ډول وينو.

خو که موږ د نصرت ارمان د (لونډ) ناول خبره وکړو، نو په دې کې داسې هېڅ نشته، چې تاسو ته دې روښانه کړي، چې د ناول کريکټرونه اوس چرته ناست دي او څه کوي، يا يې تاثرات څه دي، دلته يواځې ډيالوګ راخيستل شوي دي، دوه کريکټرونه لري او دواړه يې په يوه وېبپاڼه کې سره ملګري شوي دي او له يوه او بل سره خبرې کوي.

که څه هم نصرت ارمان ياده کيسه په نهو برخو ويشلې ده، خو کيسې خپل تسلسل نه دى مات کړى او له پيله تر وروستۍ کرښې پورې لوستونکى له ځان سره بوځي، چې اوس به څه کېږي او اوس به څه.

ليکوال نه يواځې دا چې د دوه هېوادونو او دوه کلتورونو په اړه يې ډېر معلومات په ډيالوګو کې ځاى پر ځاى کړي دي، بلکې نور ډېر نوښتونه يې هم کړي دي، يعنې ګړۍ په ګړۍ چې موږ ته څه اړتيا پېښېږي، هغه راته په ډيالوګو کې ښکاره کېږي. موږ پوهېږو چې د ناول کريکټر په کوټه کې ناست دى، که چکر ته تللى، که په روغتون کې دى، که په پوهنتون کې دى او که بل څه کار کوي، يعنې کيسه هر څه راته بيانوي، خو کمال يې دا دى چې دا هر څه راته په ډيالوګونو کې بيانوي، ليکوال دې ته نه دى مجبوره چې لوستونکي ته تشريحات ورکړي او وې پوهوي چې اوس کريکټر څه کوي او چرته دى، يا هم څه فکر کوي.

د (لونډ) ټوله کيسه د دوه کريکټرونو ترمنځ ده، چې دواړه د کمپيوټر په مخ ناست، له پيل څخه تر وروستۍ کرښې پورې له يوه او بل سره خبرې کوي، خو ډېرې کيسې موږ ته رارسوي، موږ په دې پوهوي چې دوه بېلا بېل کلتورونه، بېلا بېل هېوادونه او بيا د کمپيوټر پر ليکه هېڅ کله څوک مينه نه شي کولاى او نه هم کله سره يو ځاى کېداى شي.

زموږ کوم ځوانان چې له کمپيوټر او انټرنېټ سره بلدتيا لري او دلته فعاله دي، هغوى به حتماً له داسې کيسو سره مخ شوي وي او همدغه ډول حالات به پرې هم تېر شوي، خو څوک يې د ليکلو وړتيا لري او څوک يې نه، ځکه په دې ناول کې ماته د ليکوال خپل عکسونه ډېر زيات ښکاره کېږي.

د اردو ژبې کيسه ليکونکى سعادت حسن منټو يو زما له خوښو لنډه کيسه ليکونکيو څخه دى، نوموړى په ډېرو زياتو موضوعاتو ليکل کړي او ډېرې خوندورې، له مانا ډکې او په فن پوره کيسې ليکلي دي، چې اوس يې هم ډېر مينه وال شته.

د منټو په ډېرو کيسو کې هغه په خپله د يوه کريکټر په حېث پاتې شوى دى، چې دا کار يې زما ډېر خوښ شوى دى (زما يو شمېر کيسې هم همداسې دي، چې ځينو خلکو پرې د خاطراتو ټاپه هم لګولې)، همدا راز بل کمال د هغه دا و، چې هغه د ټولنې رښتيني انځور بېرته ټولنې ته وړاندې کاوه او هېڅ کله يې دا کار نه کاوه، چې د ټولنې مردارۍ دې په پاکۍ بدلې او ټولنې ته درواغ ووايي.

د نصرت ارمان په (لونډ) کې هم ماته دا کار ښکاره شو، د نوموړي عکس دلته ماته په هره پاڼه راښکاره شو او ما وليدل چې هغه خپله کيسه په څه هنري انداز مخکې وړي.

ما چې د منټو کومه دوهمه خبره ياده کړه، هغه مې يواځې په دې اړه ياده کړه چې نصرت ارمان له دې ناول پرته چې نورې څومره کيسې ليکلي، په هغې کې همدا ډول بې باکه دى، لکه د (مسته) په نوم په يوه کيسه کې يې د ټولنې هغه تريخ حقيقت رابرسېره کړى، چې زموږ ډېرى ځوانان په دې کارونو اخته دي او چې توره بورقه يې ليدلې نه وي، بيا يې له خولې لاړې بهېږي.

په پاى کې همدومره وايم، چې (لونډ) يو ښه ناول دى، چې نصرت ارمان پرې خواري کړې، بلکې نوښت يې کړى دى، چې په ډيالوګ کې يې بشپړ ناول ليکلى دى، په پښتو ژبه کې زما تر سترګو داسې کوم ناول نه دى تېر شوى، چې هغه دې بشپړ په ډيالوګي بڼه ليکل شوى وي، د دې تر څنګ ترې د کيسې تسلسل نه دى خراب شوى او په د يو ښه ناول ليکلو بريالى شوى دى. هر ځوان ته پکار دي چې (لونډ) ناول يو ځل حتمي ولولي.

نصرت ارمان ته نورې برياوې غواړم، ځکه دا هلک کيسه باز دى او ډېرې کيسې به وپنځوي.