fbpx

ننګرهار کې د پولیو واکسین پیل شو‎

د ننګرهار عامې روغتيا رييس ډاکټر نجيب الله کاموال د د پولیو واکسین کمپاين د پرانستې پرمهال وويل، دغه کمپاين کې به په ټول ننګرهار کې ۷ لکه او ۶۶ زره تر پنځه کلنۍ کم عمره ماشومان د پوليو پر وړاندې واکسين شي.

 د ننګرهار عامي روغتیا چارواکي وایي لاهم د دې ولایت په یو شمېر نا امنیو سېمو کې نږدې درویشت زره ماشومان د واکسینو له څاڅکو بې برخې پاتې دي، خو د ننګرهار ولایتي اداره بیا وایي چې هڅې یې پیل کړي چې د قومي مخورو په هلوځلو شته ستونزې حل کړي.

دی زياتوي، لا هم په ځينو لرو پرتو سيمو کې د پوليو واکسين پر وړاندې امنيتي خنډونه موجود دي، چې له امله يې په پنځو ولسواليو کې ۲۳ زره ماشومان له دغه واکسين بې برخې پاتې کېږي.

په ورته وخت کې د ننګرهار والي حیات الله حیات وویل په هغو سېمو کې چې د واکسینو پر وړاندې خڼدونه شتون لري د مخنیوي لپاره یي هلې ځلې پیل کړي.

والي زیاتوي چې د دیني عالمانو او قومي مشرانو په منځګړتوب او هلوځلو به ياده ستونزه راکمه کړي.

 د مسولینو په خبره چې  د دغه کمپاين پرمهال به د پوليو د واکسين سربېره به تر پنځه کلنۍ کم عمره ماشومانو ته د ويټامين ای کمپسول هم وکړي.