fbpx

هلمند یان د دایمي اوربند غوښتنه کوي

هلمند کې د سولې په ملاتړ جوړه شوې غونډې کې تر زرو ډیرو کسانو ګډون کړی و، او له طالبانو څخه يې د سولې ترڅنګ د لوی اختر په رارسیدو د دایمي  اوربند رامنځته کولو غوښتنه وکړه.

دوی د افغان سولې په اړه د هیواد دننه د دیني عالمانو او په سېمه ایزه سطحه په خاص ډول دسعودي عربستان د دیني عالمانو د هغې فتوا ملاتړ اعلان کړ چې په افغانستان کې يې روانه جګړه  فتنه بللې او دهغې دسم دستي دریدلو غوښتنه يې کړې ده.

په دې غونډه کې راټولو شوو دیني عالمانو او قومي مشرانو وویل که د جګړې دواړه غاړي له قید اوشرط پرته د اولس خبره ونه مني سوله نشي راتلای.

دوی پر طالبانو هم غږ وکړ که چیرې نور جګړې ته دوام ورکړي او د سولې په اړه  د افغان حکومت د قید او شرط پرته وړاندیز ونه مني د اولس له غبرګون سره به مخ شي.

قومي مشرانو او ښځینه فعالانو دغه راز د جګړې له دواړو غاړو وغوښتل چې د سولې د خبرو پر مهال په تیرو کلونو کې د راغلو پرمختګونو په ځانګړې ډول د ښځو او بشري حقوقو رعایت ته غاړه کښیږدي.

دوی غوښتنه وکړه ، که  د لوی اختر په رارسیدلو دواړې غاړي پر اوږد مهاله اوربند هوکړه وکړي ولس به یې بې مخینه او تود هرکلی وکړي.

دافغانستان د سولي په اړه په هیواد کې دننه ،د سېمې د هیوادونو او نړیوالو قدرتونو په سطحه هلې ځلې زیاتي شوي دي، په هیواد او اسلامي نړۍ کې دافغانستان د جګړې پر ضد د دیني عالمانو فتواوي او په قطر کې د امریکا او طالبانو د استازو ترمنځ روانو خبرو د خلکو په منځ کې د سولي د ټنګښت په اړه هیلې تر بل هروخت  ډیرې کړي دي.