fbpx

اندونیزیا کې زلزلې ۱۴۲ تنه مړه کړي

اندونیزیا کې د ریکتر په کچه ۷ درجې زورورې زلزلې ۱۴۲ تنه مړه کړل او ۲۰۰ نور یې ټپیان کړل.
په دغه زلزله کې سلګونه کورونه ویجاړ شوي دي.
د ژغورنې چارواکي سیمې ته رسیدلي او د هغو کسانو د ویستلو هڅه کوي چې د خاورو لاندې بند پاتې دي.
له زلزلې وروسته په دغه ټاپو کې د سمندري توپانونو خبرداری هم ورکړل شوی چې خلک یې د کورونو پرېښودو ته اړ کړي او برېښنا هم پرې شوې ده.
تېره اونۍ هم په لومبوک ټاپو کې زلزلې ۱۶ کسان ووژل.