fbpx

د سولې په اړه د اسلامي هېوادونو سازمان نوې طرحه لري

د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان وايي، افغانان به نږدې میاشتو کې د سولې برخه کې نوي تحرکات او بدلونه وویني.
کابل کې ددغه سازمان سفیر نن د خبري غونډې په مهال وویل، دوی د سولې په برخه کې له روانو هڅو ملاتړ کوي او د چاپیریال په برابرولو کې به جدي هڅې وکړي.
کابل کې د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان سفیر په مرکز او ولایتونو کې وروستیو بریدونو ته په اشارې وویل، ښکیل اړخونه باید د ټیکاو لپاره کار وکړي.
د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان په سعودي عربستان کې هم افغان جګړه ناروا یاده کړې وه او له وسله والو ډلو یې غوښتنه کړې وه چې سوله وکړي.