fbpx

دارزګان چنارتو ولسوالۍ له سقوط څخه ژغورل شوې

دارزګان د چنارتو ولسوالۍ سيمه ييز امنيتي چارواکي وايي له تېري شپې راهیسې د يادې ولسوالۍ څخه وسله‌وال طالبان پر شاه شوي او دغه ولسوالۍ د سقوط له ګواښ ژغورل شوې ده.

ددغې ولسوالۍ امنيه قومندان اختر محمد وايي تېره شپه يادې ولسوالۍ ته افغان کمانډو ځواکونه رسېدلي او هلته يې جګړه مهار کړې ده.

نوموړی وايي په ولسوالۍ لا هم کمه جګړه روان ده خو دسقوط ګواښ نشته.

د اختر محمد په وينا چې تر دامهال تازه رسېدلي افغان کمانډو ځواکونو عمليات لانه دي پیل کړي.

هغه غوښتنه کوې چې افغان هوايي ځواکونه دي په ياده ولسوالۍ کې د وسله‌والو پر پټنځايونو هوايي بريدونه ترسره کړي.

دقومندان په خبره له تيري شپې راهیسې په جګړه کې دوی ته کوم تلفات نه دي رسېدلي او د وسله‌والو طالبانو د مرګ ژوبلې په تړاو کوم معلومات نه لري.

دچنارتو د پوليسو دغه مشر وايي د اردو هغه ۴۴ سرتيري چې په جګړه کې وژل شوي لايي هم جسدونه په ياده ولسوالۍ کې پراته دي.

د ارزګان پر چنارتو ولسوالۍ له تېرو څو ورځو راهیسې وسله والو طالبانو سخت بريدونه پیل کړي و، چې تيره ورځ هلته چارواکو اندېښنه درلوده، که تازه دمي سرتيري ونه رسيږي ولسوالۍ به سقوط وکړي.