fbpx

عبدالله: کابل د واشنگټن او طالبانو په خبرو پوه دی

اجرائیه رئیس، عبدالله عبدالله وایي، له طالبانو سره د امریکا متحده ایالاتونو اړیکې د کابل او طالبانو ترمنځ خبرو ته د لارې د اوارېدو په مانا ده.

عبداالله د وزیرانو شورا په ناسته کې نن(دوشنبې د زمري ۱۵مه) څرګنده کړه چې افغان حکومت له طالبانو سره د امریکا له اړیکو خبر دی او د دغو اړیکو موخه له کابل سره د طالبانو خبرو اترو ته د لارې برابرول دي.

ښاغلي عبدالله په دې اړه زیاته کړه:«دا اړیکې مخکې هم وې او په دې وروستیو کې هم اړیکې نیول شوې دي، د افغانستان حکومت په بشپړه توګه په جریان کې دی. دا خبرې اترې له طالبانو سره د افغانستان حکومت د مخامخ خبرو اترو زمینه برابروي.»

په همدې حال کې، افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر، راین کراکر ان پي آر راډیو ته ویلي دي چې افغان حکومت د امریکایانو او طالبانو ترمنځ په وروستیو خبرو کې حضور نه درلود.

د امریکا دغه پخوانی دیپلومات په قطر کې د طالبانو له سیاسي استازو سره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې، الیس ویلز د خبرو په غبرګون کې وایي:« په دغه لیدنه کې د افغان حکومت استازو حضور نه درلود.»

ښاغلي کراکر ویلي د افغان حکومت د استازو په نشتوالي کې د امریکا او طالبانو دغه خبرې به د افغانستان د حکومت مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي.

یو شمېر امریکایي چارواکو ویلي و چې الیس ویلز د جولای په ۲۳ مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو له سیاسي استازو سره لیدلي وه.

همداراز ښاغلي عبدالله د وزیرانو شورا په ناسته کې د پارلماني ټاکنو پر ترسره کېدو ټینګار سره زیاته کړه:«خلک باید د ټاکنو ترسره کېدو په اړه ډاډ ترلاسه کړي. د ټولو غوښتنه د رڼو ټاکنو ترسره کېدل دي. د اندېښنو رفع کولو په اړه د ټاکنو خپلواک کمېسیون د پرمختګونو په تمه یوو.»

اجرائیه رئیس ننګرهار ولایت کې د وروستیو نا امنیو ته په کتو سره د دې ولایت امنیتي حالت ته د جدي پام خبره وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې په جلال آباد ښار کې د یوه ځانمرګي برید له امله تيره ورځ د ملي پوځ درېیو سرتېرو ژوند له لاسه ورکړ او د یوه ملکي کس په ګډون څلور سرتېري ټپيان شول.

میرویس جلالزی