fbpx

د اسدالله خالد هڅي د څوکۍ د تر لاسه کولو لپاره دي

 

 د سیاسي او ټاکنیزو چارو مبصرین په دې باور دي چې یو شمیر په کور ناستي پخواني چارواکي د ټاکنو په درشل کې حکومت ته خپل زور پیمانه کوي او غواړي په دې کار سره سیاسي امتیازات تر لاسه کړي.

 دغه څرګندوني د عطا محمد نور د جمیعت ګوند او یو شمیر نورو پخوانیو شړل شویو دولتي عالي رتبه مامورینو تر غونډو وروسته را برسیره کیږي.

 تیره اونۍ هم د ملي امنیت پخواني ریس اسدالله خالد حکومت په بي  کفایتۍ تورن کړ او د هغه پر وړاندي يي چوپه خوله پاتي کیدل غفلت وبلل.

 اسدالله خالد په هغې غونډه کې چې په همدې منظور جوړه شوې وه په خپله وینا کې حکومت په کم کارۍ تورن وي او وايي چې د کړکېچ د حل لپاره پروګرام نه لري.

د هغه په باور، افغانستان اوس په کړکېچ کې واقع دی او حکومت د هغه د حل لپاره نه یوازې پروګرام نه لري بلکې د قانون له ماتولو سره د هغه له زیاتوالي سره مرسته کوي.

خالد وايي د دې حکومت په رامنځته کېدو سره ملي یووالی له خطر سره مخامخ شوی، امنیت لاخراب او سیاسي ثبات ته زیان رسېدلی دی.

هغه همدارنګه د ټاکنو په ترسراوي ټینګار وکړ او وې ویل چې خلک د رڼو او عادلانه ټاکنو ترسراوي غوښتونکي دي.

د حرکت امید سبا سیاسي بهیر مشر اسدالله خالد څرګنده کړه:«څوک باور کوي چې ۹ مېلیونه تنو د ټاکنو لپاره نوم‎لیکنه کړې ده؟ حکمتیار صاحب په دې وروستیو کې وویل چې یوازې ۲ مېلیون تنو په واقعي توګه نوم‎لیکنه کړې، خو زه په دغو دوو مېلیونو هم شک لرم.»

سیاسي مبصر بصیر بینا وايي چې اسدالله خالد او د هغه په څير کسان په خپله په فساد کې ښکیل دي او باید ترینه پوښتني وشي.

نوموړی وايي خالد او ورته نور د کرزي او حتی اوسني حکومت عالي رتبه مامورین د ملیونونو ډالرو په اختلاس او ډول ډول نورو جنایتونو تورن دي چې هرو مرو باید ورسره حساب او کتاب وشي.

د ښاغلي بینا په وینا چې اوسنۍ ناخوالي د همدغو فساد کارو چارواکو له لاسه رامنځ ته شوي او که یي مخه و نه نیول شي هیواد به  د ټاکنو پر مهال له یوه بل نوي کړکیچ سره مخامخ شي.

م.جلالزی