The news is by your side.

ستا میړاني ته سلام دی

ستا میړاني ته سلام دی

په هرزړه کې دي مقام دي ته ساتوونکې

ددی خاورې ته ګټوونکې ددی خاورې دغه دوه بیتونه له تیری ورځې راهیسې دومره دخلکو په خوله زمزمه شول چې کله هم نه وه زمزمه شوي. تیره ورځ دننګرهاربهسودو پله ته څیرمه یو زړور سرتیری خپل ځان قربان کړ له ولسه او ولس ته یې نوي ژونتد ورکړ.

دا لومړنۍ پیښه نده چې د افغان ملي اردو پوځ داسې قهرمانی کوي او دخپل سر په ورکولو خپل ولس ساتي . له دې وړاندي هم په کراتوکراتو داسې پیښي شویدي چې میړنیو سرتیرو دخپل سر په ورکولو ولس له هرډول تاروز نه ساتلي دی.

امنیتي ځواکونه دهر هېواد دملا دتیر حیثت لري اودوی تل هڅه کړیده چې دخپل سر په ورکولو له ولس او هېواد نه ساتنه وکړي دا داسې قوت دي چې دهر نوه مذهبي،سمتي مسایلوڅخه لری وی اویوازی دهېواد ملي ګټی ورته اهمیت لري او دوښمن ته کله هم اجازه نه ورکوي چې دده خاوری ته زیان ورسوي.

دسرتیرو دقرباني خبري خو له هغه وخته کېیږي له کله نه چې دافغانستان خاوره له هرډول تاروز سره مخ ده هغه که دکاونډیو هېوادانو خپل جنګ راوړل دلته یا دخپل هغې بیغرته دوښمن سره جنګیدل چې دنورو په خوښه خپل هېواد ورانوي.

تیره شپه په بهسودو پله کې دغو میړنیو سرتیرو دا ثابته کړه چې دوی ته له ځانه ولس او هېواد ډیر اهمیت لري او تل یې هڅه کړیده چې ولس یې په امن کې شپې وکړي. دافغانستان ملي ځواک له و ډوله دوښمن سره مخ دي چې یو یې له هغې ډلې دخپل ولس هغه بې ضمیره افغان دي چې دبل په لمسون هم خپل ورور وژنې هم خپل هېواد ورانوي.

زمونږه میړني سرتیر له داسې دوښمن سره لاس او ګریوان دي چې له هرډول شمو کړنو لاس نه اخلې مسجدونه مو ورانوي، بندونه مو ویجاړوې او پوهنتونونه او ښونځي مو سوځوي. ددوښمن تر ډیره دا هڅه ده چې افغان ولس دي له نورو سره نه سیال شې او نه دی افغانستان له دغه بدبختي نه خلاص شې .

چې له بده بخته په دغه کار کې ورسره ددغې خاوري ځینې بې وچدانه خلک مرسته کوي او نه غواړي چې افغانان دی په سوله او ارمۍ کې ژوند وکړي.

افغان امنیتي ځواکونه تل هڅه کوي چې ولس له هرډول تاروز نه وساتي او ځان په خطر کې اچوي خو نه پریږدي چې دغه ناځوانه دوښمن بریالی شې او ولس ته زیان ورسوي. په بهسودو پله کې ددغه باتور اوزړور سرتیري کارنامه به دیو افغان هم هیره نشې چې ځان یې له ولس نه قربان کړ بې وجدانه دوښمن ته یې غاړه ورکړه او ولس یې له غټ ناورین نه بج کړ په خپل صداقت او رښتینولې .

اوس ولس ته په کار ده چې له خپلو امینتي ځواکونو په کلکه ملاتړ وکړي او دوی ته نوره خوصیله ورکړي او دوی سره اوږه په اوږه ودریږي ددغې خاوری په ساتلو کې. خپل بچې ولېږي دغولیکو ته او داسې روزنه ورکړي چې د ولس او خاوري په مقابل کې له سر اوځان نه تیرشې او کله هم دوښمن ته اجازه ورنکړي چې دده له ولس خاوري سره ظلم وکړي.

محمد عمر دا هغه نوم دي چې کله به هم د افغانانو له ذهن نه بهر نشې تل به یې دیو میړني سرتیر په یاد په ذهن کې وی او خلک به یې په ویاړ دقربانی یادونه کوي .

محمد عمر خو دا قربانی ورکړه د ولس دساتلو په خاطر اوس ولس ته په کار ده چې دامیړني سرتیر هیر نه کړي او هرډول مرسته دده له کورنۍ سره وکړي او هغوی ته دا ثابته کړي چې دهغوی اولاد په نره له دغه ولس نه ساتنه وکړه او ولس یې دشهادت او قرباني ستاینه کوي او هر افغان پری ویاړی چې دغسې باتور او میړني سرتیري لرو. دا خو له پخوا ټول ته بهتره معلومه ده چې افغان امنیتي ځواکونه د ولس لپاره دهر ډول قربانۍ ته چمتو دی نو ولس دی اوس دوغو میړنیو سرتیرو سره لاس په لاس ودریږي او هر ډول مرسته دي ورسره وکړي او دوی ته دې داسې فکر ورکړي چې ولس دوی سره په کلکه ولاړ دي .

یو خو به مو امنیتي ځواکونه نور هم زړور شې بل به مو دوښمن ته معلومه شې چې امنیتي ځواکونه ځانته ندي بلکې ولس یې تر شاه ولاړ دي. دمحمدعمر دغه میړانه به تل زمونږ په زړونو کې وی او تل به یې یاونه کوو جنت یې ځای شه او خدای دی دغه قربان ددغه ولس په خیر کړی اوچې دغه کړیدلي ولس نور دارام ساه واخلي او میړاني سرتیری مو بې له جنګ په دی شعار خدای ، وطن ، دنده په ارامي له وطن نه ساتنه وکړي.

لیکوال : نصرت الله نصرت