The news is by your side.

دګلونوښارته نذرانه شول!!!

سوله ،امن،ښکلا،ښیرازي ددغه ښارله مهمو ځانګړنو ګڼل کیده. ددغونومونوترڅنګ دهمیشه بهاراودهیواد دژمی دپایتخت لقبونه ورکړل شوي وه.

ددغه ښارطبعي ښکلااوظرافت کې دومره توان موجودو چې دنوم به  اوریدوبه هروګړی دننګرهاردګلونو دښارننداروته یووارتکل کړلو .

کله به چې  دذهن هندارې ته  دننګرهارانځورلکه دسهاردشمال په څېرراغي بیا به   دشعرښاپیرۍ له  خپل الهام  سره دسړی په ذهن راوریده.

ځکه شعر هغه ښکلااوښایست ته اړتیا درلوده کومه چې ددغه ښارپه وجود کې نغښتې وه که سړی به شاعرو!هغه به بي له ځنډه شعرلیکه اوکه چابه دشعرله ملکې سره دمینې تارونه  نه لرل نودنورشاعرانوشعرونه به یي په شونډوزمزمه کول .

دنازونواوښایستونودغه ښارکلونه ، کلونه کیدل  په دغه نازاوخیال  لکه دنازپرورې ناوې خپله ګلورینه زندگي تیروله اووګړویي دتوان مطابق هڅه کوله چې دادګلکڅونوښار همداسي وساتي ترڅونوروهیواد والوته دوطن دمینې یوداسي سمبول شي چې  الهام ترې واخیستلي شي.

آفسوس، آفسوس دادګلونواوګلکڅونوښاردیوناځوانه اونااهله توردښمن چې لباس تور، توغ توراو رنګ یې توردی داسي پاتې نه شو .ددوي ظاهرتورنه دی  بلکې په عمل اوباطن کې هم توردي.

دوي په  خپلوکرغیړنو کړنو داښاردلوګیو،لمبو او وحشت په ښار بدل کړ.هره ورځ دګلونواوچنارونوپه څېرځلمي دخاورومیلمانه کړل اوخپل  شوم هدف ته یي ګړندي  ګامونه واخیستل آن شنوبخنودرویشوددغه ګلورین ښارله ساتلواوپاللو ځان عاجزکړو.په ښکاریې وویل ددی ګلورین اوښیرازه ښاردساتلوتوان له مونږسره نشته  مونږداښاردسولې او امن په ښارنه شوبدلولي .

له یواړخه ناامنۍ له بل اړخه ګرمۍ خپله خوله دخون خوارغوندې کلکه لکولي وه. ددغه ښارله خلکو،بوټواوحیواناتویي باج اخیستواوتل یي  مظلوم اوبې وسه مخلوق زورولو .له دغه کاردواړوخوند اخیستو.

داچې دجلال کوټ دزمری میاشت دزمری په څېرله خلکوغوښي خوري اونازک پوستکی دننوپه څیرتڼاکي کوي هروګړي نه د ګرمۍ توان لرې  اونه دغې تورې پیشوته په استقامت اوصبرد ودریدلو زغم  .

په دې وخت کې دبرګې دریشۍ تنکیواوګلالیوځلموپه لوړغږوویل!! (کله موپیرزویي په بمونوننګرهاره )اوخپلومشرانوته یي په میړانه اوهسکه غاړه مخ راواړه و.: مونږپه کلکه دخپلې خاورې دفاع ته چمتویو اوهیچاته به ددې اجازه ورنکړوچې دګلونوښارراته بدرنګه کړي مونږدهربدرنګه دښمن پروړاندي خپله سینه سپرکولي شو اودغه مظلوم اوبې دفاع ولس ژغورلي شو.

ځکه زمونږپه رګوکې دوطن ساتلواوخدمت کولو روحیه لاژوندۍ ده اوتل غزونې کوي . مونږهغه ننګیالي یو چې په لوږه اوتنده مو داهیواد ساتلي اود هیواد له پاره مووینه نذرانه کړي. اوس هم دنذزرانۍ وخت رارسیدلي خاوره ولس مودمیړانې اوهمت ازموینه غواړي مونږدغې ازمویني ته تیاریو که چیریي مونږاوس له خپلی ازمویني شاه ته شو نوقیامت کې به دالله ج پر وړاندې داسي وایو!  مونږستاددین ،هیواد اوولس له پاره سرونه نه شوه  نذرانه کولي!!؟

اواوس به خپل مرګ مړه شوي  ستامخکې ولاړ یو مونږدقیامت شرم ځانته نه جوړه و. اجازه راکړي چې ددغه ګلورین اونازک خیال وطن دښکلاله پاره خپله وینه قرباني کړوترڅوددغه ښارښګلا لادوه چنده شي اودمحبوبې دسپین مخ دخالونو په څېرددې وطن ښګلادوه برابره  شي .

همداسي وشول! مشر:دوي ته وویل کله چې تاسي دومره جذبه لري زه موخوښ کړم!! ځي زامنوورشي دغه خاوره له دښمنه پاکه کړي اوولس ته ډاډ ورکړي چې مونږپه میړانه ستاسو له عزت اوابرو ساتنه کوو.

دوي دښارواټونوته راننوتل په ګرم جلااباد کې يي خپل ګلابي رنګونه د سوځیدلي لمرپروړاندي وسوځول. په مخ به یي دخولولارې جوړي شوي ! آن وخت ناوخت به یي ګلابې شونډي تراړي تراړي شوي له دغوشونډوبه دویني داري راغلې.

دغوځوانانو په خوراهمت حوصله  موټردرول .اول به یې له  سپرو بخښنه وغوښته اوبیا به یې پلټنه شروع کړه! کله چې به پلټنه پای ته ورسیده نوپه نرمه اوخوږه لهجه به یې خپلو

وګړوته  له خولوډک مخ او ورین تندی ورنیژدې کړ.په نرمه اوخوږه  لهجه به یې ورته وویل تکلیف مومعاف کړي  .

دوه درې ورځي دغوځلمیوډیر په صبراواستقامت  ولس ته خدمت وکړاودولس په زړونوکې دخوښۍ احساسات راوپاریدل . اوښارته  دګرځید او راګرځیدلو په موخه وخت ناوخته له خپلوکورنوراووتل .

هرځای به یي چې میړني لیدل نوداسندره به یي په خپلوشونډو په لوړغږورزمزمه کوله (ستامیړانې ته سلام دی) په رښتیا چې داننګیالي اومیړني دي دوی تل هڅه کړي چې ځان په مرمیوغلبیل ،غلبیل خوولس اوخاوره له هررنګه کرغیړن دښمن وساتي .

دوي په دې هڅوکې وه اوولس دخوښي سندرې په ورور زمزمه کولې .کاش ، افسوس ،سدآفسوس تورې کرغیړنې اومردارې پیشودغه دخوښۍ سندرې ونه شوي زغملي اوهڅه یي وکړه چې دګلونوښاریوځل بیا په وینوولمبوي ترڅوولس په خپل میړني اوباتورځواک  بي باوره کړي .

داتوره پیشوله دې نه وه خبره! چې دا میړني اوباتورځواک  تل  ستاسود شومو اهدافو پروړاندې لکه سپر ودریدلي اودسرونوپه نذرانه کولویي له دې خلکواوخاورې ساتنه کړي . آن هغه ځای چې تاسي خپل مرکزبولي  ستاسوشوم ارمانونه له خاوروسره خاورې کړه!! نواوس به تاسي څنګه دده په کورکې خپل شوم هدف پلې کړي !!؟ هیڅکله نه!! .

ددغوشوموموخودترسره کولوپه موخه اوړمه ورځ ماښام تورې بلایو بدرنګه اوخون خارځلمی یوځل بیا ددغه ښاردواټونودرڼاګانودختموپه موخه راولیږه عمراوملګرویي دغه ناځوانه کس دزړه په سترګوولید بي له دې چې دځان غم وخوري په منډه مڼده ددغه لعنتي څنګ ته ورغله  اوځان یي دهغه ترڅنګ ورورسولوترڅوخپل ولس له غمه وساتي .

عمراوملګرویې چې دملت اصلي بچي وه اوهغه ځواکونوکې کارکو!چې ملت تل ددوي همت ته سلام کړي. نوددغې مینې دپور د ادا کولوپه موخه مرګ ته ورغاړي وتلودخپل سردنذرانې په بدل کې بلاسرونه وژغورل ولس به ددوي قرباني دیومیړنی اواتل په څیرپه خپل زړه کې وساتي آ ی تورې پیشو!ته به خپلوموخوته ونه رسیږې نن دې که سبا داملک ددغومیړنیوځواکونودی ځکه دوي ددغې خاورې اصلی وارثین دي .

لیکوال : میرویس ( احمدزی(