fbpx

د طالبانو دوه سیمه ییز قوماندانان وژل شوي

ملي دفاع وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په هرات ولایت کې د ملي اردو ځواکونو د عملیاتو په پایله کې د ناني او سبزګل په نامه د طالبانو دوه تنه سیمه ییز قوماندانان وژل شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې د ملي دفاع وزارت له خوا خپور شوي، دغه عملیات د شنیندند ولسوالۍ په امارات، شهرآباد او سنګچال کلیو کې ترسره شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې په دې چانیزو عملیاتو کې ۲۱ نور وسله وال هم وژل شوي او دوه عراده موټرونه، ۶ موټرسایکلونه، ۲ میله کلاشینکوفونه او یو راکټ د ملي اردو ځواکونو لاسته ورغلي دي.

دغه عملیات له څو ورځو راهیسې په شیندند ولسوالۍ کې د وسله والو ډلو د ځپلو په موخه په لار اچول شوي دي.