fbpx

غني وايي څو چې اقتصادي بسیاینې ته ونه رسېږو، وضعیت بدلون نه مومي

ولسمشر غني وایي، څو چې نر او ښځې اقتصادي بسیاینې ته ونه رسېږي، وضعیت بدلون نه مومي.

 له ارګه د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې ولسمشر غني د کاپیسا ولایت له ښځو سره وکتل او په تحصیلي بورسیو کې یې د ښځو د ونډې، د ښځو د پیاوړتیا، د ولایت په ادارو کې د ښځو د استخدام د زیاتوالي، د ښځو له سوداګرېزو فعالیتونو څخه د ملاتړ او د پولیسو په لیکو کې د ښځو د حضور د نشتوالي په اړه یې د دوی ستونزې او وړاندیزونه واورېدل.

 د سرچینې په وینا غني وویل، دوی کاپیسا ولایت ته په اقتصادي سترګه ګوري او څو چې ښځې اقتصادي ځان بسیاینې ته ونه رسېږي، وضعیت بدلون نه مومي.

سرچینه کاږي غني د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې رئیس او والي ته لارښوونه وکړه، چې د ولایت په ادارو کې د ښځو د حضور د پراختیا لپاره پر یوې واضح طرحې کار وکړي.

یاده دې وي چې جمهور رئیس محمد اشرف غني د یو لوړ پوړې پلاوي په مشرۍ نن د چهارشنبې کاپیسا ولایت ته تللی دی. جمهور رئیس محمد اشرف غني، کاپیسا ولایت ته د خپل دغه سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د ګلبهار او کوهستان ولسوالیو د بریښنا درې پروژې د پرانیستلو سربیره به د ولایت ملکي او امنیتي چارواکو ،د قومي مشرانو، د پوهنتون له استازانو، دیني عالمانو او د مدني ټولنې د استازو سره هم په جلا جلا غونډو کې خبرې وکړې..

د ګلبهار او کوهستان ولسوالیو د بریښنا د پروژو د پرانیستې په مراسمو کې د کابینې ځینو وزیرانو، د ملي شورا یو شمیر غړو، د کاپیسا ولایت د ولایتي شورا غړو، سپین ږېرو ، قومي مشرانو او د افغانستان بریښنا شرکت یو شمېر کارکوونکو هم ګډون کړی وو..