The news is by your side.

ممکن افغانستان کې د بیوزلۍ کچه ۷۲٪ سلنه سوې وي

خبریال ویبپاڼه/ افغانستان روانه جګړه او بیا په وروستیو کې د کرونا له امله قرنظین هغه موارد دي چې ښايي افغانستان کې يې د بیوزلۍ کچه لوړه کړې وي دوه کاله وړاندې افغانستان کې دا فیصدي ۵۴،۵ وه

د اکټوبر ۱۶ مه هر کال د خوړو د نړیوالي ورځې په توګه لمانځل کیږي چې افغانستان کې د دې ورځې په راتګ د بیوزلۍ او لوږې اندېښنې زیاتي دي

د مالوماتو له مخې هر سړی چې کله د کور د یوې میاشتي ۲۰۶۴ افغانۍ مصرف وکړي او زیات نسي نو داسې پتېل کیږي چې د بیوزلي تر کرښه لاندې ژوند کوي

د افغانستان په کچه نړیوال بانګ تازه راپور ښيي چې د کرونا ویروس د مخنیوي د قرنظین د وضعه کیدو وروسته داسې ښکاري چې افغانستان کې د بیوزلۍ کچه ۷۲ سلنې  ته پورته سوې

راپور وايي چې د ښار ۱۵ میلیونه خلک له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او په کورنۍ ویشلو سره يې شمېر دوه میلیونه کورنیو ته رسیږي

روانه جګړه افغانستان کې هغه خلک هم بیوزله کوي چې اقتصادي حالت يې ښه وي د نړیوال بانګ د دې راپور له مخې چې د افغانستان اکثریت خلک پوره عاید نسي پیدا کولی ځکه نو له داسې ستونزو سره مخ دي له دې سره سره چې سږ کال جګړو او کرونايي حالت افغانان وځپل په یو شمېر ولایتونو کې سختو سیلابونو هم زرګونه خلک وځپل کرنیزې ځمکې يې ورته خرابې کړې او ډیر شمېر يې ووژل

تراوسه پوري د خوړو نړیوال پروګرام په ګډون نورو خیریه بنسټونو افغانستان کې د بیوزلۍ  د دې لوړې کچې په هکله او مخینوي  لپاره کوم اقدام نه دی کړی چې ښايي د ژمۍ  په رارسیدلو سره عامو افغانانو ته ستونزې نوري هم زیاتي او د بیوزلۍ دا کچه نوره هم زیاته سي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.