The news is by your side.

زابل کې د شهید جنرال عبدالرازق دویم تلین ولمانځل سو

په دې مراسمو کې سیمه ییزو خلکو، چارواکو قومي مشرانو دیني عالمانو او افغان سرتیرو برخه کې اخیستې وه، غونډې ته د زابل والي محمد نبي احمدزي وویل چې جنرال عبدالرازق د اوسنیو حالاتو دنجات یوه الګو وبلله او زیاته يې کړه چې  نوي  ځوانان باید وطن دوستي او قرباني د جنرال عبدالرازق څخه زده کړي

هغه وویل جنرال عبدالرازق د وطن د خپلواکۍ لپاره څو کلونه مبارزه وکړه او  د هغه نوم به افغانستان کې نسل پر نسل ژوندی وي احمدزي له افغان امنیتي ځواکونو وغوښتل د خلکو د امنیت د تامین لپاره دي  هلې ځلې وکړي او په دې  برخه کې دي خپلې قربانۍ افتخار وبولي

د غونډې په دوام دیني عالمانو قومي  مشرانو او ځواناو خبرې وکړې او جنرال عبدالرازق يې د هېواد د خپلواکۍ سولې او ارامۍ اتل وباله او غوښتنه يې وکړه چې د ده د نوم ژوندي ساتلو لپاره افغان دولت د پاکستان په وړاندې جدي و اوسي

دوی وویل چې هر افغان جنرال عبدالرازق دی او په خپلو داسې مشرانو چې سرونه يې تر وطن او خاوري قربان کړي وي افتخار پرې کوي زابلیانو په یوه ږغ وویل چې  لومړیتوب يې سوله او ارامي ده او نور باید افغانستان کې وینه تویول بند سي دوی

جنرال عبدالرازق دوه کاله وړاندې د کندهار ولایت مقام کې د یوه وسلوال کس له لوري چې د پولیسو جامې يې په تن وې په ډزو وویشتل سو، په دې پیښه کې هغه مهال د کندهار والي هم ژوبل سو.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ټولو ولایتونو مسؤلینو ته د یوه فرمان په ترڅ کې د شهید جنرال عبدالرازق د دویم تلین لمانځلو امر کړی چې نن جمغه د زابل په ګډون د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې دا ورځ د ولایتي مسؤلینو له لوري په شانداره مراسمو سره ولمانځل سوه

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.