The news is by your side.

کابل کې د شهید جنرال عبدالرازق دویم تلین ولمانځل سو

خبریال ویبپاټه/ نن کابل د لويي جرګې خیمه کې د افغانستان د خپلواکۍ د ملي اتل جنرال عبدالرازق دویم تلین په شانداره مراسمو سره ولمانځل چې پکښي د افغانستان دولت لوړ پوړو چارواکو برخه اخیستې وه

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب جنرال عبدالرازق د هېواد د خپلواکۍ ملي اتل یاد کړ او زیاته يې کړه جنرال رازق د افغانستان دښمنانو ته دا ثابته کړې وه چې دا هېواد چا خیرات را کړی نه دی

هغه وویل چې جنرال عبدالرازق د خپل ژوند په اوږدو کې په پوره میړانه له خپلې خاوري او خلکو ساتنه وکړه، په دې مراسمو کې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله او یو شمېر نورو مسؤلینو د جنرال عبدالرازق پر ژوند کړنو او مبارزې خبرې وکړې او ويې ویل  چې د جنرال عبدالرازق لاره به ادامه ولري او د هېواد هر بچی جنرال عبدالرازق کیدلای سي.

د دوی له انده چې جنرال عبدالرازق په هېواد کې د سولې او امن راوستلو ارمان درلود خو په دې لاره کې يې خپل ځان قرباني کړ.

د کابل ترڅنګ په یو زیات شمېر ولایتونو کې هم د جنرال عبدالرازق تلین ولمانځل سو او د هغه پاک روح ته يې د دوعا لاسونه لپه کړل کندهار ولایت یوې ډلې ځوانانو وینه مه بهوئ وینه ورکړئ تر شعار لاندې د کندهار میرویس حوزوي روغتون ته ولاړل او خپلو ناروغو او ټپي هېوادوالو ته یې وینه ورکړه

همداشان زابل ولایت کې ځوانانو او اوسیدونکو د یوه موټریز کاروان په ترڅ کې د شهید جنرال عبدالرازق د شهادت دویم  تلین په جوش سره ولمانځه او هغه یې د هېواد د خپلواکۍ یوازنی اتل وباله زابلیانو وویل چې دوی د جنرال عبدالرازق قربانۍ نه هېروي او تل به د ده په څېر د هېواد ساتنې لپاره مبارزه کوي

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.